لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د اوربند د تړون باوجود تازه نښتې شوي، پینځه کسان پکې وژل شوي،نهه ژوبل دي



تېره ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي
تېره ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي

پاکستاني مطبوعات وایي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه کې د اوربند د تړون باوجود د نښتو لړۍ دوامداره ده اؤ په تازه نښتو کې پینځه کسان نور وژل شوي اؤ نهه ژوبل شوي دي.

دا تازه نښتې وروسته له هغې شوي چې د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ووېل په کورمه کې يې د شیعه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی.

د زیارت په ورځ د پاکستان جیو نیوز رسنۍ پخپل رپورټ کې ویلي چې سیمه کې د فریقینو ترمنځ د اوربند د شوي تړون باوجود د نښتو لړۍ دمه په دمه روانه ده اؤ پولیس وایي چې په تازه نښتو کې نور پینځه کسان وژل شوي اؤ نهه ژوبل شوي دي.

تېره ورځ د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ډیوه ته ویلي وؤ چې د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې کورمه کې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 پورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي.

د جیو نیوز رپورټ کې ویل شوي چې په 21 م نومبر کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د 52 کسانو له وژل کېدو وروسته سیمه کې د شیعه مسلمانانو او د سني مسلمانانو تر منځ د پېل شوؤ نښتو تر اوسه 55 کسان وژل شوي اؤ 149ؤ نه زیات ژوبل شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي سیمه کې د تاوجن وضعیت له امله تعلیمي ادارې د تېرو اتوؤ ورځو راهسې تړلې پرتې دي اؤ د پېښور اؤ پاړا چنار مرکزي سړک هم بند دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


په کورمه کې د نومبر په 21مه د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو د مسافرو په ګاډو نامعلومه کسانو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې کړې وې چې په دغو ډزو کې په هغه موقعه لږ تر لږه 45 کسان ول شوي اؤ څه نورو بیا وروسته هسپتالونو کې ساه ورکړه.

له دغې پېښې وروسته، د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی ؤ او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمې څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.

ځايي انتظاميه چارواکي د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلک د خپلې مرستې سره کډې کړي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.

د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي وؤ چې په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه وروسته اووه ورځنی اوربند کړی دی.

کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG