لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقرض دپروګرام پرځای کولو لپاره پاکستان دایي ایم ایف څلور لویو شرطونو منلو ته تیار شوی دی


نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي
نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي

د پاکستان مرکزي حکومت د اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د قرض پروګرام بحالولو لپاره د ادارې څلور لويو شرطونو منلو ته تیار شوی او مطبوعاتي رپورټونه وايي چې حکومت ايي ایم ایف ته زر تر زره د خپل پلاوي اسلام اباد ته د لېږلو خواست کړی دی.

نړیواله مالياتي اداره له پاکستانه غوښتنه کوي چې د تېلو، بجلۍ او ګېس نرخونه زيات کړي او د 260 اربو روپو د اضافي ټېکسونو لګولو ترڅنګ دې د ډالر نرخ د پرانستي مارکيټ خوښې ته پرېږدي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د دېواليه کېدو څخه د بچ کېدو لپاره پاکستان سره ايي ایم ایف ته دمخې کولو پرته بله چاره نه ده پاتې.

ځنې کارپوهان په دې نظر دي چې د ايي ایم ایف پروګرام بحالي به د هېواد په پرځېدلي اقتصاد کې ثبات را نه وستل شي ترڅو چې پاکستان د ټېکسونو، زراعتو او صنعتي څانګو په ګډون د انرژۍ په شعبه کې پراخه اصلاحات نه وي کړي.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د ايي ایم ایف د ځنډ ښکار پور دبيا پرځاې کولو هڅې چټک کړي چې هېواد د سخت سياسي اړي ګړي او بد اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی.

د پاکستان د خزانې سکېتر حامد ېعقوب شېخ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي د مرکزي حکومت د لوري دوي ته د ايي ایم ایف سره د معاملاتو پر وړاندې د بوتلو اجازه ورکړل شوې ده او نوموړي زياته کړې چې په دې مهال حکومت له وړاندې څخه د ايي ایم ایف په ځینو شرطونو هم کار کړی.

د پاکستان يوشمير مطبوعاتو د سرکاري سرچينو له خولې ليکلي چې د وزير اعظم شهباز شريف معاشي ډلې د مېکرو اکنامک او مالي چوکاټ ته هم غوڅه بڼه ورکړې ده او وايي چې څنګه د ايي ایم ایف سره د پروګرام د بيا پرځائ کيدو موافقه وشي نو په دغو ګامونه به عمل هم پېل شي.

د پاکستان حکومت کال 2019 کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د قرض لوظنامه لاسلیک کړې وه چې بيا وروسته د مسلم لیګ نون ګوند تر مشرۍ لاندې د اتحادي حکومت له ځنو سرغړونو له امله د ځنډ ښکار شوه.

نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي.

ایي ایم ایف له حکومت څخه دا غوښتنه هم کوي چې د امريکايي ډالر د نرخ ټاکنه د پرانستي مارکيټ خوښې ته پرېږدي.

دا وخت د ګېس او بجلۍ په څانګو کې ګردشي قرضې نزدې 4.1 ټرلينه روپو ته رسېدلې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې وايي ګمان نه کوي چې د ايي ایم ایف پروګرام د بحالۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او وايي دې سره په ګراني سېوا کېږي.

هغه وايي ايي ایم ایف د پاکستان لپاره کوم اصلاحاتي پروګرام نه لري او د هغوي اصلاحات يوازې د نرخونو سېوا کولو څخه چاپېره چورلي.

ښاغلي اشفاق حسن خان وايي پاکستان له به د بجلۍ، ګېس، کروندې، صنعت او ټېکس په څانګو کې پراخه اصلاحات کول وي او زياتوي چې ددې ترڅنګ به د این ایف سي د کال 2010 اېوارډ ته هم بيا کتنه پکار وي ولې چې ددغه اېوارډ لاندې د ټولو محصولاتو 60 فيصدي برخه صوبو او 40 فيصدي برخه مرکز ته ځي.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د سرچینو له قوله لیکي چې د پاکستان حکومت د ايي ایم ایف سره د ډالر نرخ د پرانستي مارکيټ خوښې ته د ايله کولو لپاره هم خبرو ته تېار شوی دی او هم دا ډول ورځپاڼه بزنس رېکارډر ليکي چې سرکاري سرچينې ورته ویلي چي د پاکستان د حکومت او ايي ایم ایف ترمنځ په خبرو کې د پرله پسې ځنډ ختمولو لپاره د امریکا د خزانې د محکمې لوړپوړي چارواکي به د روانې میاشتې په 23مه نېټه د اسلام اباد سفر وکړي.

د ډيوه سره خبرو کې د پاکستان انسټي ټيوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود وايي د پاکستان سره د دېواليه کېدو څخه د ځان ژغورلو دپاره ايي ایم ایف ته له تګ پرته بله لاره نشته.

نوموړي د سعودي عرب د خزانې د وزير الجدعان وروستي بېان ته په اشاره وویل سعودي عرب هم پاکستان ته په صراحت سره ویلي تر هغې ورسره مالي مرسته نه شي کولی تر څو چې د ايي اېم اېف په پروګرام کې نه وي شامل شوی.

د اقتصادي چارو خبريال مهتاب حيدر د ډيوه وېب پاڼې سره خبرو کې ویلي پاکستان د ايي اېم اېف سره کړي تړون کې منلې وه چې د اوسني بجټ خساره به د ټول قامي امدن 5 فيصدي ساتي.

هغه وايي که د پاکستان حکومت نور رعاېتونه ورکوي او خپل لګښتونه هم سېوا کوي نو ايي ایم ایف به ددې منلو ته چمتو نه شي.

ښاغلی مهتاب وايي زما په اند پاکستان ته به د ټېکسونو جال پراخول وي او د ګېس او بجلۍ په څانګو کې به ګردشي قرضې کمول وي چې اوس مهال 4.1 ټرلېنه روپو ته رسېدلې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په داسې حال کې د ايي ایم ایف سره د ځنډ ښکار دقرض پروګرام د بيا بحالۍ لپاره هڅې کوي چې دغه هېواد د سخت سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي بد حالت سره مخ دی. د هېواد د مرکزي بینک سره د بهرنيو اسعارو زېرمه 4.3 اربه ډالرو ته غورځېدلې ده او پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په مقابله کې خپل ارزښت بایلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG