لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ څلورو امیدوارانو اخېرې مناظره وشوه
تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ څلورو امیدوارانو اخېرې مناظره وشوه


دښي لاس نه ګس لاس په لوې: راماسوامی، دي سنېټس، هېلي او کرېسټي
دښي لاس نه ګس لاس په لوې: راماسوامی، دي سنېټس، هېلي او کرېسټي

اینده کال د امریکې صدر غورو کولو دپاره په انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو څلورو امیدوارانو د سږ کال په اخېرۍ مباحثه کې شرکت وکړو او په خپلو وېناګانو کې یې په یو بل نیوکې وکړې. پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ چې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوار دی، د دریو نورو مناظرو په شان په دې اخېرۍ مناظره کې هم نه و شریک.

د شورو، چهارشنبې، په ماښام د امریکې د اېلباما ریاست په ټسکولوسا ښار کې د مباحثې په مهال د امریکې د نیوجرزي ریاست پخواني ګورنر کرېس کرېسټي په ټرمپ تنقید وکړو او په نورو یې الزام ولګولو چې د ویرې له امله په ټرمپ نیوکې نه شي کولی.

که څه هم ټرمپ د یو شمېر الزاماتو او په عدالتونو کې د مقدمو سره مخامخ دی، د مقبولیت په لحاظ د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو نورو امیدوارانو نه مخکې دی.

د ریپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کوونکی به د اینده کال د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې د موجوده صدر جوبایډن سره مقابله کوي. بایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره په انتخاب کې برخه اخیستلو اعلان کړی دی.

د اسرایل او د حماس د جګړې په اړه د ریپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې برخه اخیستونکي په دې خبر متفق وو چې اسرایل ته دې اجازت ورکړی شي چې د امریکې د مداخلت نه بغیر دې د حماس خلاف خپل جنګ وکړي.

د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس وویل د امریکې حکومت کوښښ کوي چې خپله دفاع کې اسرایل کمزوری کړي. هغه وویل حماس د یهودیانو دویم هالوکاسټ یا قتل عام غواړي.

ډي سېنټس دا هم وویل چې تېلو نه منافع ترلاسه کولو په لړ کې دې د ایران مخه ونیول شي ځکه چې د هغه په قول ایران حزب الله او حماس ته پېسې ورکوي او په منځني ختیځ کې "جهاد" راپاروي.

د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې پخوانۍ سفیرې نيکې هېلي د روس صدر ولادېمیر پوټن خوشحاله دی چې د امریکې توجه د اوکراین نه اسرایل ته اوړېدلې ده.

کرېسټي وویل که کولی یې شول نو د حماس د ولکې نه امریکايي یرغمالان د ازادولو دپاره به یې امریکايي ځواکونه لېږلي وو.

په مباحثه کې برخه اخیستونکي هندي نژاد وېوېک راماسوامی وویل که د صدر بایډن په ځای هغه د چین صدر شي جېن پېنګ سره خبرې کولې نو چینايي صدر ته به يې وېل چې نه خو به په امریکا کې ځمکې اخلي او نه به د امریکې یونېورسټیانو ته پېسې ورکوي. هغه زیاته کړه چې چینايي صدر ته به یې وېل چې ترڅو چین د مېکسیکو د سمګلرانو دپاره د نشۍ توکې فېنټنایل جوړول نه وي بند کړی نو امریکا به د چین سره تجارت نه زیاتوي.

ډي سېنټس وویل د نشۍ توکو د سمګلرانو ډلې دې غېر ملکي ترهګر تنظیمونه وټاکل شي. هغه وویل د مېکسیکو سره د امریکې په جنوبي سرحد به دېوال جوړوي چې مېکسیکو ته به وايي چې خرچ یې پوره کړه. هېلي وویل د فېنټنایل د سرچینې په حېث به چین سره ټول رسمي تجارتي تعلقات ختم کړي.

د مېسېنجر هېرېس نومې ادارو د سروی ترمخه په نظر پوښتنه کې برخه اخیستونکي د ريپبلېکن پارټۍ 68 فیصد ووټران د ټرمپ حمایت کوي، نهه فیصد ریپبلېکن ووټران د ډي سېنټس، اووه فیصد د هېلې او څلور فیصد د راماسوامی ملاتړي دي. یو فیصد ریپبلېکن ووټران د کرېسټي پلویان دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ریپبلېکن پارټۍ د مناظرې د ګډون والو کوښښ و چې ځان د ټرمپ نه د جدا امیدار په څېر پېښ کړي او وېل یې چې په عدالتونو کې د مقدمو په سبب دې ټرمپ په صدارتي انتخاب کې برخه نه اخلي.
د ډريم فار امېرېکا نومې ادارې سیاسي مبصر او ترجمان، کایون شروف وویل د کرېسټي نه علاوه نورو امیدوارانو په ټرمپ د تنقید نه ډډه وکړه.

راماسوامی په سټېج د هغه په څنګ کې په ولاړو نورو امیدوارانو او په پخوانیو صدرانو تنقید وکړو او ویې وېل چې نوی کول مشر ملک متحد کولی شی.

د ریپبلېکن پارټۍ دننه د پارټۍ صدارتي امیدوار غوره کولو وړمبي ووټونه یا ریپبلېکن کاکس به د جنورۍ په 15 نېټه په ایوا ریاست کې کېږي. څېړونکي وايي په دې پړاو راماسومای د ټولو نه کمزوری امیدوار دی. په مباحثه کې د په خپلو حریفانو د راماسوامی په شخصي حملو په تالار کې ناستو د مباحثې کتوونکو د ناوخوښۍ اظهار کولو.

کرېسټي ویلي هغه به د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ دپاره مقابله دوامداره ساتي.

د خالي، شنبې، په ورځ ډي سېنټس د ایوا ریاست د ټولو 99 کاونټیانو دورې پوره کړې.
د سروی ترمخه، د شورو، د ورځې پورې په ایوا کې د ټرمپ د مقبولیت د 45.9 فیصد شرحې په مقابل کې ډي سېنټس 19.7 فیصد، هېلي 17.5 فیصد، راماسوامی 4.8 فیصد او کرېسټي 3.9 فیصد مقبولیت لرلو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG