د امریکې صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ مخالفه ریپبلېکن پارټي په مېډ ټرم انتخاباتو کې د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې اکثریت نه نژدې شوي خو د ایوان بالا یا سېنېټ په دوو چوکیو نتېجه لا نه دي اعلان شوي او له امله يې په سېنېټ کې د یوې پارټۍ اکثریت هم لا نه دی واضحه.
د نهې، سه شنبې، یا د نومبر په اتمه نېټه د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ټولو 435 چوکیو او د سېنېټ 35 چوکیو دپاره ووټونه وشول.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، داسې ښکاري چې ریپبلېکن پارټۍ 209 چوکۍ ګټلي او په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې یې د 218 نشستونو مطلوبه اکثریت ترلاسه کړی دی.
د صدر بایډن واکمن ډېموکرېټک پارټۍ 192 چوکۍ ګټلي او د 34 حلقو نتېجې لا مخې ته نه دي راغلي او هلته د ووټونه شمېرنه دوام لري.
د ریپبلېکن پارټۍ مشران امید څرګندوي چې په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به اکثریت ترلاسه کړی شي خو د اکثریت کچه به یې دومره زیاته نه وي چې پېش ګويي د منځنۍ مودې د انتخاباتو نه مخکې کېدله.
په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې چې په موجوده وخت کې پکې د ډېموکرېټک پارټۍ اکثریت دی، د ریپبلېکن پارټۍ کېوېن مېکارتي پکې د اقلیتي پارټۍ د غړو مشر دی. که ریپبلېکن پارټي په هاوس کې واضحه اکثریت ترلاسه کړی شي نو هغه د هاوس مشر یا سپیکر جوړېدلی شي. وېل کېږي چې د سپیکر د انتخاب په لړ کې هغه د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس نو منتخب غړو سره رابطې شروع کړي دي.
که مېکارتي د هاوس سپیکر منتخب کېږي نو هغه به د موجوده سپېکرې نېنسي پېلوسي جانشین وي. مېرمن پېلوسي د ډېموکرېټک پارټۍ ده. که چېرې د امریکې د صدر او د نایب صدر چوکۍ خالي کېږي نو د ایین ترمخه د هاوس سپیکر په دغه چوکۍ کښېني.
په مېډ ټرم انتخاباتو کې تراوسه ریپبلېکن پارټۍ د سېنېټ 49 او ډېمو کرېټک پارټۍ 48 چوکۍ ګټلي دي. د سېنېټ د مجموعي نشستونو تعداد 100 دی او په موجوده وخت پکې دواړه پارټۍ پنځوس پنځوس چوکۍ لري.
په جورجیا ریاست کې به د سېنېټ په یوه چوکۍ ووټونه د ډسمبره په شپږمه نېټه بیا کولی شي ځکه چې یو امیدوار هم مطلوبه 50 فیصد ووټونه نه دي اخیستي.
په اېريزونه او نېواډا ریاستونو کې د سېنېټ د دوو حلقو نتېجې لا واضحه نه دي.
په اېریزونا ریاست کې د سېنېټ موجوده غړي او بیا امیدوار د ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټر مارک کېلي د ريپبلېکن پارټۍ خپل حریف نه په 95000 ووټونو مخکې دی خو د 830000 ووټونه شمېره لا نه ده شوي.
په نیواډا ریاست کې د ريپبلېکن پارټۍ اېډم لېسالټ د ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټرې کېترین کورټېز مېسټو نه په 15000 ووټونه مخکې دی خو 180000 ووټونه لا نه دي شمارل شوي.
صدر بایډن په مېډ ټرم انتخاباتو کې د خپلې پارټۍ د کارګردګۍ ستاینه وکړه. هغه وویل په انډونېشیا کې د جي ټونټي په غونډه کې د شرکت وروسته به د ریپبلېکن او د ډېموکرېټک پارټۍ مشران رابليي او د ملک په اقتصادي او د قامي سلامتیا په لړ کې په یوځای د کار کولو په موضوع به ورسره خبرې کوي.
صدر بایډن وویل که د منځنۍ مودې انتخابات هر څوک وګټي خو امریکایانو ثابته کړه چې د جمهوریت حمایت کوي.
یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي