واشنګټن (ای پي) —
د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د سپیکر د چوکۍ دپاره ریپبلېکن پارټۍ مایک جانسن منتخب کړو.
جانسن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سپيکر د انتخاب دپاره ووټونو کې اکثریتي رای ترلاسه کړې.
جانسن د لوېزیینا ریاست نه د هاوس د نماینده منتخب شوی او پخواي صدر ډانلډ ټرمپ يې هم حمایت کړی دی.
په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ اکثریت دی او د سپیکر چوکۍ درې هفتې مخکې د کېون مېکارتي د لرې کېدو له امله خالي شوې وه.
Forum