په مراکش کې په هغو سیمو کې چې زلزلې ځپلي او د ۲۱۰۰ نه زیات کسان په کې مړه شوي د ګل، دوشنبې، په ورځ په کې د ژوندیو خلکو د موندلو دپاره کوښښونو دوام لرلو.
د مراکش حکومت وویل د برطانيې، سپېن، قطر او د متحده عرب اماراتو امدادي ټیمونه د الاطلس په غرونو کې د لټون په عملیاتو کې شامل شوي دي چې په کلیو کې د ودانیو په ملبه کې ژوندي خلک وګوري.
په مراکش کې د شپږ اشاریه اته درجې زلزله د جمعې په شپه شوې وه. زلزله کې د ۲۱۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او د ۲۴۰۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي.
د امریکې د یواېس جیولاجیکل سروی ترمخه، د زلزلې مرکز د مراکېشن د ۷۲ کلومېټرو په فاصله و.
د ملګرو ملتونو د اندازې د ترمخه، په مراکش کې زلزلې ۳۰۰۰۰۰ کسان ځپلي دي چې په سلو کلونو کې د هېواد تر ټولو سخته زلزله وه.
د زلزلې نه پس د امدادي هلوځلو رفتار د سست روۍ ښکار و او په سوشل ميډیا ځینو خلکو وېل چې حکومت امدادي کارکونکي متاثره سیمو ته نه پرېښودل.
د امریکې صدر جوبایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل حکومت يې تیار دی چې مراکش ته د ضرورت مرسته ورکړي.
زلزلې دلاسه بې کوره شویو خلکو د اتوار، يکشنبې، په ورځ دریمه شپه د شین اسمان د لاندې تېره کړه.
د مراکش باچا شاه محمد څلورم د اتوار، يکشنبې، د ورځ راهسې د دریو ورځو د خفګان اعلان کړی دی او د ملک بېروغه نیم کښو ځړول شوي دي.
د مراکش باچا د اتوار، يکشنبې، په ورځ په جوماتونو غږ وکړو چې د زلزله ځپلو خلکو دپاره دې دعاګانې وکړي.
Forum