لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روېټرز خبري ادارې خبریال په جنوبي لبنان کې وژل شوی دی


د وسله والو د حملو او د راکټونو په جواب کې اسرایل د لبنان سره په خپله پوله هوايي بمبارۍ کړې دي
د وسله والو د حملو او د راکټونو په جواب کې اسرایل د لبنان سره په خپله پوله هوايي بمبارۍ کړې دي

د روېټرز خبري ادارې خبریال د جنوبي لبنان څخه د خبرونو ورکولو په مهال د جمعې په ورځ ووژل شو او د ادارې د دوو نورو خبریالانو په شمول ګڼ شمېر نور صحافیان زخمي شول.

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس ویلي په اسرایل د حماس د حملې او د حماس په ضد د اسرایل د جنګ شروع کېدو نه پس د غزه نه د خبرونو ورکولو په مهال 10 خبریالان وژل شوي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترجمان (نې) په لبنان کې د خپل وژل شوي خبریال شناخت د عصام عبدالله په نامه وکړو چې وېډیو ګرافر یا وډیو جوړونکی و. ترجمان (نې) د عبدالله په وژل کېدو د غمرازۍ اظهار وکړو.

ترجمان (نې) وویل عبدالله د روېټرز په هغه عمله کې شامل و چې د حملې په وخت یې د جنوبي لبنان نه په ژوندۍ بڼه خبرونه ورکول. روېټرز دغه وډیو لرې کړی دی.

د روېټرز ترجمان (نې) وویل د عبدالله د وژل کېدو په اړه نور معلومات راټولوي او د هغه د نورو همکارانو او د کورنۍ ملاتړ کوي.

د جنوبي لبنان په پېښه کې الجزیره ټېلې وژن او ای اېف پي خبري ادارې د خپلو دوو دوو خبریالانو د زخمي کېدو خبر ورکړی دی.

حسام عبدالله
حسام عبدالله

ای اېف پي وویل په کوم شېلېنګ یا بمبارۍ کې کې چې عبدالله وژل شوی او نور خبریالان زخمي شوي پس له هغې وشو چې فلسطيني پلوه ډلې اسرایل ته د داخلېدو کوښښ وکړو.

د وسله والو د حملو او د راکټونو په جواب کې اسرایل د لبنان سره په خپله پوله هوايي بمبارۍ کړې دي.

د الجزیره او د ای اېف پي ترمخه، د روېټرز خبریال هم په داسې یوه حمله کې لګېدلی دی. وي او ای په سمدستي ډول په ازاده توګه د دې خبرې تصدیق نه شو کولی.

د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ګېلاد اردن د جمعې په ورځ وویل هغه د حملې په اړه معلومات لري او دا چې اسرایل همیشه کوښښ کوي چې ملکي کسانو ته نقصان و نه رسي.

اردن وویل اسرایلي ځواکونه به هېڅ کله و نه غواړي چې په خبریالانو ډزې وکړي. هغه په پېښه خفګان څرګند کړو او یې وېل په دې اړه به تحقیقات کولی شي.

د ملګرو ملتونو ترجمان سټیفان ډوراجېک د جمعې په ورځ په جنوبي لبنان کې په چاودنو او خبریالانو ته د نقصان په رپورټونو تشویش څرګند کړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG