لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روېټرز: تحریک جهاد پاکستان په پېښور کې د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله


روېټرز وویل نوي جوړې شوې ډلې تحریک جهاد پاکستان د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله. روېټرز د ډلې په اړه نور څه تفصیل نه دی شریک کړی
روېټرز وویل نوي جوړې شوې ډلې تحریک جهاد پاکستان د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله. روېټرز د ډلې په اړه نور څه تفصیل نه دی شریک کړی

د پېښور په حیات اباد رهایشي علاقه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د امنیتي ځواکونو د ټرک سره نژدې ځانمرګي حملې ذمه واري تحریک جهاد پاکستان نومې ډلې په غاړه اخیستې ده. دا خبره روېټرز خبري ادارې کړې ده.

په رپورټ کې د یو لوړ رتبه پولیس افسرله قوله وېل شوي چې په بم چاودنه کې د ځانمرګي حمله کونکي او یو بل تن وژل شوی او اووه نور کسان زخمیان شوي دي.

روېټرز وویل نوي جوړې شوې ډلې تحریک جهاد پاکستان د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله. روېټرز د ډلې په اړه نور څه تفصیل نه دی شریک کړی.

روېټرز وویل په د حیات اباد په فېز ۶ علاقه کې بم چاودنه د اېف سي ځواکونو د یو ټرک سره نژدې وشوه.

په دي وروستیو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په پوځ، اېف سي او پوليس په حملو کې په هدف شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پوليس وویل چې د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

د صوبې پولیسو د روان کال د لومړو شپو مياشتو په جاري رپورټ کې ویلي، پولیس به په صوبه کې د امن په وړاندې هیڅ ډول خنډ ونه زغمي.

په پولیس رپورټ کې زیاته کړل شوې، سي ټي ډي پولیس 434 داسې ترهګر نيولي چې د 26 په سرونو قيمتونه مقرر وو.
په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليس مشر شوکت عباس په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، پېښور کې د عالمانو، سيکانو او عيسايانو سره د يو شيعه مسلمان د وژنې په هدفي پېښو کې داعش ډله ککړه وه، د يادې ډلې يو غړی وژل شوی او يو نيول شوی دی.

د صوبې د پوليس مشر [آی جي] اختر حیات خان په يوه غونډه کې ګډون کوونکو پوليسو ته لارښوونه کړې چې د قانون نافذونکو ادارو سره نزدې اړيکه ساتي، او په صوبه کې د ناامنۍ جوړونکو ضد سخته کارروايي وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG