لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: واشنګټن سره نژدې افغان کډوالو دپاره د مرکز په جوړولو لانجه راپورته شوي


رویټرز وايي د "اپرېشن اېلایز وېلکم" یا ملګرو په خېر راغلئ نومې عملیاتو د لاندې 80000 افغانان تر اوسه پورې په امریکا کې اباد کړی شوي دي چې د وېټ نام د وخت نه وروسته د خپل نوعیت تر ټولو لوی کوښښ دی
رویټرز وايي د "اپرېشن اېلایز وېلکم" یا ملګرو په خېر راغلئ نومې عملیاتو د لاندې 80000 افغانان تر اوسه پورې په امریکا کې اباد کړی شوي دي چې د وېټ نام د وخت نه وروسته د خپل نوعیت تر ټولو لوی کوښښ دی

امریکې ته د راتلوونکو نورو افغانانو دپاره د امریکې حکومت په شمالي ورجېنیا ریاست کې، د سرښار واشنګټن سره نژدې، د نوي مرکز پرانېستلو اراده لري خو په دې اړه د رسمي اعلان نه وړاندې د مقامي پولیس مشر یا شېرېف د مجوزه مرکز د جوړېدو په اړه تشویش څرګند کړی دی. دا خبر رویټرز خبري ادارې د دې معاملې نه خبر د څلورو سرچینو له قوله ورکړی دی.

رویټرز وايي په ورجېنیا کې مرکز په داسې حال کې د پرانیستلو تیاری کېږي چې د اګست د میاشت راهسې افغانستان نه د راوېستل شویو په زرګونو کسانو دپاره د امریکې په پوځي اډو کې جوړ اته مرکزونو تړل کېږي.

رویټرز خبري ادارې د یو امریکايي چارواکي له قوله وویل امکان دی چې په ورجېنیا کې مجوزه مرکز د فېبرورۍ په اخېره او یا د مارچ په میاشت کې کار شروع کړي او پکې به د هغو مختلفو امریکايي محکمو مامورین کار کوي چې په امریکا کې د افغانانو د ابادېدو په لړ کې خدمات ترسره کوي.

دوو سرچینو رویټرز ته وویل افغانانو دپاره مجوزه مرکز د ورجېنیا ریاست په لیزبرګ ښار کې د جوړولو په اړه غور کولی شي.

د امریکې د کورنۍ سلامیتا محکمې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي، ډي اېچ اېس، رویټرز ته په یو بیان کې وویل چې د مرکز دپاره یې لا د کوم ځای تصدیق نه دی کړی او په دې اړه کار دوام لري

لیزبرګ ښار په لاوډن کاونټۍ کۍ دی او د کاونټۍ د شېرېف دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل ډي اېچ اېس ورته اطلاع ورکړې چې اراده لري هره میاشت به د قطر نه راتلوونکي 2000 افغانان د ډلېس هوايي ډګر نه په لیزبرګ کې نېشنل کانفرنس سېڼر نومې مرکز ته انتقالوي.

رپورټ وايي ټاکل شوې ده چې د لیزبرګ مجوزه مرکز به د افغانانو د انتقالولو بهیر به دا میاشت شروع کړی شي.

د رویټرز رپورټ وايي شېرېف مایکل چېپمېن تشویش څرګند کړی چې د مجوزه مرکز په لړ کې د هغه سره په مناسب ډول رابطې نه دي شوي، د مرکز دپاره منصوبه بندي نه ده شوي او د مرکز په لړ کې به د ژبې د خنډانو سره مخامخ کیږي.

د شېرېف د بیان ترمخه نېشنل کانفرنس سېنټر د رهایشي علاقې او د دوو سکولونو سره نژدې دی او چاپېره دیوال نلري. رویټرز وايي ډي اېچ اېس ورسره د شېرېف د تشویش په اړه دریځ نه دی شریک کړی او چېپ مېن ویلي د ډي اېچ اېس مشر الېهانډرو مېریورکس سره یې په دې اړه خبرې کړي دي.

رویټرز وايي د "اپرېشن اېلایز وېلکم" یا ملګرو په خېر راغلئ نومې عملیاتو د لاندې 80000 افغانان تر اوسه پورې په امریکا کې اباد کړی شوي دي چې د وېټ نام د وخت نه وروسته د خپل نوعیت تر ټولو لوی کوښښ دی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG