لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: په رزګونو کسانو په کندهار کې د طالبانو په ضد مظاهره کړې


 که څه هم طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو افغان مېرمنې او په نړیواله کچه د انساني حقونو فعالان وايي د طالبانو په واک منۍ کې د ښځو د حقونو په اړه تشویش لري. د طالبانو په موقتي کابینه کې زنانه نمایندګي نه لري
که څه هم طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو افغان مېرمنې او په نړیواله کچه د انساني حقونو فعالان وايي د طالبانو په واک منۍ کې د ښځو د حقونو په اړه تشویش لري. د طالبانو په موقتي کابینه کې زنانه نمایندګي نه لري

د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې په زرګونو کسانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو خلاف احتجاج وکړو چې د یو پخواني حکومتي چارواکي او مقامي ټېلې وژن د رپورټ ترمخه پس له هغې شروع شو چې طالبانو د پوځیانو د کورونو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه احتجاج کوونکي د کندهار والي یا ګورنر د کور مخې ته جمع شوي وو.

يو پخواني حکومتي چارواکي رویټرز ته وویل چې قریباً 3000 کورنیو ته وېل شوي چې په پوځي کالونۍ کې کورونه دې خالي کړي.

رویټرز وايي په دغه سیمه کې زیاتره د پوځ پخواني جرنېلان او د نورو افغان امنیتي ادارو عسکر ژوند کوي.

دغه پخواني حکومتي چارواکي چې د ځینو مظاهره کوونکو سره یې خبرې کړي رویټرز ته وویل په پوځي کالونۍ کې ځینې کورنۍ د تېرو دیرشو کلونو راهسې ابادې دي او اوس ورته د کورونو خالي کولو دپاره د دریو ورځو نېټه ورکړی شوي ده.

رویټرز وايي د طالبانو ترجمان ورته په کندهار کې د پوځي کالونۍ نه خلکو ته د وتلو د امر په اړه په سمدستي ډول ځواب ورنکړو.

د طالبانو د واک وروسته په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د طالبانو په ضد مظاهرې شوي دي چې ښځو هم پکې ګډون کړی دی او د خپلو حقونو د تحفظ غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو افغان مېرمنې او په نړیواله کچه د انساني حقونو فعالان وايي د طالبانو په واک منۍ کې د ښځو د حقونو په اړه تشویش لري. د طالبانو په موقتي کابینه کې زنانه نمایندګي نه لري.

د انساني حقونو ډلې وايي طالبانو د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې ویلي په مظاهرو کې لږ تر لږه د څلورو کسانو د وژل کېدو تصدیق شوی دی.

د پرله پسې مظاهرو نه وروسته طالبانو په مظاهرو پابندي لګولې او ویلي یې دي چې د دوی د اجازت نه بغیر به مظاهره غیرقانوني وي او د مظاهرې انتظام کوونکي به د وخت نه مخکې طالبان د خپلو شعارونو او د مظاهرې د مقصد نه خبروي.

په کابل کې د مظاهرو په مهال ځینې خبریالان هم نیول شوي او تشدد پې شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما ویلي رای ازادي، پرامنه احتجاج او په ټولنیز ژوند کې شرکت کول د هرچا حق دی او دا چې یوناما د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي.

یوناما د ټوېټر دلارې خپل پېغام کې په طالبانو غږ وکړو چې په احتجاج کوونکو او خبریالانو د "تشدد او ګرفتارۍ" بغېر دې د ټولو افغانانو حقونه محفوظ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG