لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قیدیانو د حقونو تنظیمونه وايي د پاکستان په زندانونو کې زندانیانو د حقونو سرغړونې کېږي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي وايي د پاکستان په جېلونو کې د اصلاحاتو ضرورت دی بايد ماشومانو او ښځو ته خصوصي اسانتياوې ورکړل شي
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي وايي د پاکستان په جېلونو کې د اصلاحاتو ضرورت دی بايد ماشومانو او ښځو ته خصوصي اسانتياوې ورکړل شي

د پاکستان د بشری او قیدیانو د حقونو تنظیمونه وايي د ملک په جیلونو کی د بشری خقونو سر غوړنی کیږی او ایچ ار سی پی وايي جیلونه اصلاحاتو ته اړتیاده. دا په داسی حال کې چې وفاقی محتسب پاکستان سپریم کوړټ ته ویلي د ملک په جیلونو کی د ګنجايش نه زیات قیدیان موجود دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي وايي د پاکستان په جېلونو کې د اصلاحاتو ضرورت دی بايد ماشومانو او ښځو ته خصوصي اسانتياوې ورکړل شي.

د کمېشن عمومي سېکتر حارث خليق وي او ای ډيوه ته وويل د پاکستان په جېلونو کې د ګنجایش نه زيات قېديان موجود دي او د خوش بختۍ خبره دا ده چې حکومت په خپله د دې خبرې پخلی کوي خو حکومت د بشري حقونو هغه سرغړونې هم نه مني چې حکومت ته وړاندې کېږي.

حارث خلیق وویل د ښځو قېديانو او ماشومانو په اړه په جېلونو کې د اصلاحاتو ضرورت دی او کمېشن له وړاندې هم دا دريځ لري چې په دې کې داسې بدلون راوستل شي چې پکې د ماشومانو او ښځو قېديانو لپاره اسانتياوې پېدا کړل شي. داسې قانوني اصلاحات وشي چې کم نه کم ماشومانو په دې جېلونو کې پاتې شي.

نوموړی زياتوي د جېل دننه د کارکوونکو رويې بدلول هم ضروري دي او د قېديانو لپاره چې کوم خوراکي شيان راځي، د هغې دغه قېديانو ته د رسولو ضرورت دی. د دې ترڅنګ په ټولنه کې د سماجي رويو له لارې په جرمونو کې کمی راوستل شي.

په خېبرپښتونخوا کې د قېديانو د حقونو فعال نورعالم خان اېډوکېټ وايي په جېلونو کې بېلا بېلې ناروغۍ خورېږي. د جېل دننه د قېديانو سره يو رنګ سلوک نه کېږې او په بوديجه کې هم د دوي لپاره د حکومت له خوا کومه برخه نه ورکول کېږي.

نوموړی زياتوي چې د جېلونو دننه ښځې قېديانې په جنسي توګه ځورول کېږي خو د خېبرپښتونخوا په جېلونو کې دا رنګ کېسونه نه رپورټ کېږي. د پنجاب او سند صوبو په جېلونو کې د جنسي ځورنې کېسونه زيات مخې ته راځي.

د ده په وينا د ښځو او ماشومانو لپاره ځان له جېل ختم کړی شوی او د جېل دننه د بشري حقونو نه سرغړونه کېږي.

په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه شبيرګيګياني وايي په عدالتونو کې په وخت د فېصلو نه کېدلو له امله په جېلونو کې د قېديانو شمېر په زياتېدو دی. د دې ترڅنګ په ملک کې په ابادۍ قابو موندلو لپاره هم کومه پاليسي په نظر نه راځي.

ښاغلی ګيګياني وايي په جېلونو کې ورځ په ورځ شمېر زياتېږي خو د حکومت له خوا کومه پرمختيا په نظر نه راځي. د قېديانو شمېر زياتېږي خو ډاکټران هم هغه دي، د دوايانو لپاره مختص بجټ هم نه دی زيات شوی د کوم له امله چې د صحت اسانتياوې د نيشت برابر دي.

د وفاقي محتسب د رپورټ ترمخه په جېلونو کې د ګنجايش نه ۱۵ زره زيات قېديان موجود دي او پوهان وايي جېلونه د صحت د اسانتياو سره سره د صفايۍ عمل ښه کولو ته هم اړتيا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG