لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي نژاد رشي سونک د برطانيي نوی وزیراعظم وټاکل شو


د روېټرز خبري ادارې ترمخه، سونک په مذهب هندو  او د برطانيي لومړی هندي نژاد وزیراعظم دی
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، سونک په مذهب هندو  او د برطانيي لومړی هندي نژاد وزیراعظم دی

هندي نژاد رشي سونک د نهې، سه شنبې، په ورځ د برطانيي نوی وزیراعظم منتخب شو. د هغه وویل په حکومت به د ولس اعتماد بحالوي او ملک به د اقتصادي بحران نه وباسي.

۴۲ کلن سونک په تېرو دوو میاشتو کې د برطانيي د دریم وزیراعظم په توګه منتخب شو. هغه وویل کوښښ به کوي چې په ملک کې دننه سیاسي اختلافات کړي چې د هغه په قول سرمایه کاران او د برطانيي اتحادیان يې د پرېشانۍ سره مخامخ کړي دي.

د برطانيي سرښار لندن کې د وزیراعظم د حکومتي کور ټېڼ ډاونېنګ سټریټ نه بهر تقریر کې سونک ومنله چې دنده يې اسانه نه ده خو ويې وېل د مشکل نه نه ويرېږي او په تېرو وختونو کې چې څه وشول د دې وروسته به په حکومت د اعتماد د بحالولو دپاره کوښښ کوي.

سونک د ۲۰۱۵ راهسې د برطانيي د پارلېمنټ رکن دی او د پارلېمنټ تر ټولو دولت مندو غړو کې شامل دی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، سونک په مذهب هندو او د برطانيي لومړی هندي نژاد وزیراعظم دی.

د امریکې صدر د سونک انتخاب د برطانيي دپاره سنګ میل وبللو او د هندوستان او د نورو ملکونو مشرانو د سونک هرکلی وکړو.

د سونګ خسر ارب پتي ناراینا مرتي وویل د سونک په منتخب کېدو فخر کوي او د هغه د کامیابۍ دپاره نېکې هېلې لري.

روېټرز خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل سونک په تېرو ۲۰۰ کلونو کې تر ټولو کم عمر وزیراعظم دی.

هغه د لېز ټرس په ځای منتخب شوی. ټرس ۴۴ ورځې د وزیراعظمۍ په چوکۍ د پاتې کېدو نه پس استعفا ورکړه.

سونک د ټرس ستاینه وکړه. هغه وویل د اقتصاد ښه کولو دپاره د هغې منصوبه غلطه نه وه خو هغې ځينې غلظۍ وکړې.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG