لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې د فرنټیر کانسټېبلري په ګاډي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی څلور زخمیان دي


د سیمې نه امنیتي سرچینو چې وي او ای ډیوه ته ویلي د سرحدي عسکرو ګاډی د معمول په ګزمه و چې د میرانشاه سړک د پاڅه په زمکه کې ښخ بم پرې وچاودېدو
د سیمې نه امنیتي سرچینو چې وي او ای ډیوه ته ویلي د سرحدي عسکرو ګاډی د معمول په ګزمه و چې د میرانشاه سړک د پاڅه په زمکه کې ښخ بم پرې وچاودېدو

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د فرنټیر کانسټېبلري یا سرحدي عسکرو ځواک په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د سرحدي عسکرو ځواک یو افسر وژل شوې اؤ څلور نور عسکر ژوبل شوي دي. ژوبل شوي عسکر بنو سیمه کې روغتون ته رسول شوي

د بنو پولیس چارواکي سیمه کې د سرحدي عسکرو په ګاډي د بمي چاودنې پخلی کړی او ویلي يې دي چې دغه پېښه د ګل، دوشنبې، په ورځ سحر د شمالي وزیرستان سره په پوله د بکا خېل تحصیل په خواجه خړ سیمه کې امنیتي عسکرو د پوستې سره نیزدې شوې ده

د سیمې نه امنیتي سرچینو چې وي او ای ډیوه ته ویلي د سرحدي عسکرو ګاډی د معمول په ګزمه و چې د میرانشاه سړک د پاڅه په زمکه کې ښخ بم پرې وچاودېدو.

سرچینو وویل چاودنه کې د سرحدي عسکرو ځواک یو افسر حوالدار سجاد چې تړاو د خیبر پختونخواه ملاکنډ سیمې سره و وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي.

پېښه کې د نورو ژوبلو عسکرو پیژندګلو د سپاهي محمد اشفاق، سپاهي نعیم سپاهي دوست محمد اؤ سپاهي شاه خالد په نومونو شوې ده چې درملنې د پاره بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي.

پولیس وایي د برید سره سم په سمدستي توګه پولیس او نور امنیتي ځواکونه دې پیښې ځائ ته رسیدلې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله چا ددې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو بمي چاودنو اؤ د هدفي وژنو کې اضافه لیدل کېږي اؤ‌ ګڼ شمیر پولیس په داسې رقم پېښو کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

په دې تیره یوه اونۍ کې پینځم برید دې چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې په امنیتي عسکرو ترسره کیږي.

په شپږم جولایي د پاکستان پوځ ویلي شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره په جګړه کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او بل ټپي شوی.

په پینځم جولایي ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي وو.

او تر دې پیښې یوه ورځ وړاندې په څلورمه جولايي په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی ؤ بیا په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي وو.

دا پېښې په داسې حال کې کیږي چې تحریک طالبان پاکستان په وړوکي اختر کې ډز بندي کړې او په وروستيو کې يې ويلي وو چې د بل اعلان پورې به ډز بندي روانه وي.

دپاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي او تیره ورځ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې او ددغه عمل د څار دپاره يې پارلیماني کمېټي جوړه کړې او ویل شوي دغه خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG