واشنګټن (روېټرز) —
د کرکټ په ورلډ کپ مېچ کې د هندوستان کرکټ ټيم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان کرکټ ټیم ته په اتوو وېکټو ماتی ورکړو.
د هندوستان کپتان روهېت شرما په ۸۴ بالونو ۱۳۱ رنز وکړل. د هغه په اننګز کې پينځه شپږيزې او ۱۶ څلوریزې شاملې وې.
افغانستان د هند ټیم ته د ۲۷۳ رنز هدف ورکړی و.
افغانستان ټاس ګټلی و او د وړمبي بېټينګ فېصله يې کړې وه.
د افغانستان په اننګز کې هشمت الله شاهدي ۸۰ او عظمت الله عمرزي ۶۲ رنز وکړل او په اجتماعي توګه یې ۱۲۱ رنز وکړل.
د افغانستان خلاف د بریا په نتیجه کې هندوستان د ورلډ کپ دوه مېچونه وګټل.
هندوستان په د خالي، شنبې، په ورځ د پاکستان سره مقابله کوي. دواړه ټیمونه روایتي حریفان ګڼل کېږي.
Forum