لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رويت هلال کميټي: پاکستان کې به لوی اختر په 17م جون د ګل په ورځ وي


تيره ورځ په سعودي عرب کې د ذوالحج د میاشت ليدو اعلان شوی او هلته د حج د رکن اعظم وقوف عرفه په 15 جون ادا کولو ويل شوي او د لوی اختر په 16 جون کولو اعلان شوی وو
تيره ورځ په سعودي عرب کې د ذوالحج د میاشت ليدو اعلان شوی او هلته د حج د رکن اعظم وقوف عرفه په 15 جون ادا کولو ويل شوي او د لوی اختر په 16 جون کولو اعلان شوی وو

د پاکستان مرکزي رويت هلال کمېټۍ اعلان کړی، د ملک په زياتره برخو کې د ذي الحج مياشت ليدل شوې او لوی اختر به په 17 جون د ګل/ دوشنبې په ورځ وي.

د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر عبدالخبير ازاد تېر ماسخوتن په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي، د پاکستان په مختلفو علاقو کې د ذوالحجې د میاشتې ليدو شهادتونه ترلاسه شوي، چې پکې پېښور، اټک، کوهاټ، ميانوالي، کرک، ټېکسلا، مري او لاهور په ګډون نورې علاقې شامل دي، هلته د ذي الج مياشت ليدل شوې ده.

هغه وویل، د رويت هلال کمېټۍ په غونډه کې په اتفاق پرېکړه شوې چې په اتم جون د خالي/ شنبې په ورځ به د ذوالحجې د میاشتې لومړۍ وه، او لوی اختر به په 17م جون 2024م د ګل/ دوشنبې په ورځ وي.

له دغې وړاندې په کراچۍ کې د موسمياتو د محکم مشر سردار سرفراز د مياشتې ليدو قوي امکان څرګند کړی وو.

تيره ورځ په سعودي عرب کې د ذوالحج د میاشت ليدو اعلان شوی او هلته د حج د رکن اعظم وقوف عرفه په 15 جون ادا کولو ويل شوي او د لوی اختر په 16 جون کولو اعلان شوی وو.

پاکستان کې اکثر له د روژې او وړوکي اختر په مياشت ليدو اختلافونه مخې ته راځي، په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ نه يوه ورځ وړاندې د میاشتې ليدو ويل کيږي او د نور پاکستان نه يوه ورځ وړاندې روژه نيول کيږي او اختر نمانځل کيږي.

Forum

XS
SM
MD
LG