لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر په مقابل کې روپۍ نوره غورځېدلي او د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج کې کاروبار په دویمه ورځ هم سوړ و


په کراچي کی میشته د اقتصادی هلو ځلو ماهر او جرنلسټ وکیل رحمان وی او ای ډیوه ته وایي د پاکستان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ تیره ورځ د ونډو بازار په ښکته راغلی و چې بنیادي علت یې د امریکې په سینیټ د سنیټرانو هغه بل دی چې پکی په پاکستان د بندیزونو خبره شوی ده
په کراچي کی میشته د اقتصادی هلو ځلو ماهر او جرنلسټ وکیل رحمان وی او ای ډیوه ته وایي د پاکستان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ تیره ورځ د ونډو بازار په ښکته راغلی و چې بنیادي علت یې د امریکې په سینیټ د سنیټرانو هغه بل دی چې پکی په پاکستان د بندیزونو خبره شوی ده

د امریکه په سینیټ کی په افغانستان کی د پاکستان کردار ته د کتنی د قرارداد وروسته د پاکستان د ونډو بازار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ په ښکته تللی و او پوهان وایي د د امریکې د بل له امله سوداګر او مارکیټ د غیر یقینی صورتحال سره مخامخ دي دی او دا ویره څرګندیږی چې امریکه په پاکستان بندیزونه لګول غواړي.

پوهان وايي پاکستان اقتصادی ستونزې هم لري خو په کانګرس کې د بل د مسودې سره مارکیټ د فشار ښکار دی او دی سره د پاکستان د روپۍ قیمت نور هم کم شوی دی

په کراچي کی میشته د اقتصادی هلو ځلو ماهر او جرنلسټ وکیل رحمان وی او ای ډیوه ته وایي د پاکستان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ تیره ورځ د ونډو بازار په ښکته راغلی و چې بنیادي علت یې د امریکې په سینیټ د سنیټرانو هغه بل دی چې پکی په پاکستان د بندیزونو خبره شوی ده.

وکیل رحمان وايي د هغی د اثر له وجی تیره ورځ او نن هم د ونډو بازار دوه نیم سوه پواینټونه کم شوی او بیا روپۍ نوره هم اغیزمنه شوې او ددی بيعه 172 نه او ړیدلی

تیره ورځ د امریکه په سینیټ کی 22 د مخالفې ډلی سنیټرانو د بهرنی چارو د وزارت څخه غوښتنه کړی وه چې په افغانستان کی طالبانو ته د پاکستان په شمول مرستو ورکوونکي دېمعلوم کړی شي او په هغوی دی بندیزونه ولګول شی

تیره ورځ د پاکستان د ونډو بازار د سر د 100 کمپنو انډیکس 908 پواینټونه پریوتې وو اود زیارت په ورځ په دې کی نور 378 پواینټونه کمی راغلی

د پاکستان سټاک ایکسچینج د ویب پانړی مطابق نن سحر د سر د 100 کمپنو کاروبار د 44368 شروع شوی خو دا بیا 44199 ته راکم شو او د اخېري طلاعاتو مطابق هم دغسی روان وږ

د اقتصاد پوهان وايي د وړاندی څخه د پاکستان اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او اینده میاشت د حکومت جاري کړي سکوک بانډونو وخت هم پورا شوی او پاکستان له به یې پیسی واپس ورکول وي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د تجارتی او کرنټ اکاونټ خساری نه پرته د پاکستان اقتصادي پر مختيا هم د ګرانۍ له امله مشکل سره مخامخ ده او د سود‌ په شرح کی زیات والی، د نیوزیلنډ او انګلیډ د کرکټ مقابلی ځنډېدو او په امریکايي سینیټ کې پېش شوي قراداد په سټاک ایکسچینج منفی اثرات کړي دي.
سجاد احمد وايي تر څو پاکستان د افغانستان په اړه څه واضحه تګلاره جوړه نه کړي تر هغې به پاکستان د مشکلاتو سره مخامخ وي.

پوهان وايي د غیر یقینی صورت حال له وجی پاکستاني روپۍ نوره هم غورځېدلي او په ازاد مارکیټ کې د ډالر به مقابل کې د روپۍ بيعه د 173 څخه زیاته ده خو په انټر بینک مارکیټ د یو ډالر بيعه 170 روپۍ او 90 پېسې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG