لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچینې: د افغان حکومت استازي د ماسکو په غونډه کې گډون نه کوي


 روس د دې نه وړاندې هم د افغانستان په موضوع غونډې کړې دي او افغان حکومت پکې د شرکت نه ډډه کړې ده
روس د دې نه وړاندې هم د افغانستان په موضوع غونډې کړې دي او افغان حکومت پکې د شرکت نه ډډه کړې ده

د روس سرښار ماسکو کې د افغانستان په موضوع ورستۍ غونډه د جمعې په ورځ کېدونکي ده او داسې ښکاري چې افغان حکومت په ناسته کې د شرکت نه کولو فيصله کړې ده.

د ماسکو په غونډه کې د روس، چین او د پاکستان حکومتي استازي شرکت کوونکي دي. او ممکنه ده چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد هم گډون وکړي.

روس د دې نه وړاندې هم د افغانستان په موضوع غونډې کړې دي او افغان حکومت پکې د شرکت نه ډډه کړې ده.

د ورستۍ ناستې په اړه د افغان حکومت یوې سرچینې د وي او ای اشنا څانگې ته ویلي دا ډول غونډې د دغو هیوادونو په خپل منځو کې مشاوراتي ناستې دي او د افغان حکومت له اړخه به پکې څوک برخه نه اخلي.

د وي او ای اشنا څانې په خپل رپورټ کې ویلي امکان دی چې د ماسکو په غونډه کې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد هم برخه واخلي.

طالبانو سره د امریکې د خبرو ختمېدلو وروسته، ښاغلي خلیلزاد د دې میاشت په ٢٠ نیټه په افغانستان کې د سولې دپاره خپل کوښښونه بیا پېل کړې او په دې لړ کې یې د یو شمیر هیوادونو سفرونه کړې دي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټسټ ډپارټمنټ ویلي وو چې زلمی خلیلزاد به روس ته هم ځي.

د پاکستان خارجه وزارت د ماسکو په ناسته کې د هیواد د شرکت تصديق کړی دی. وزارت ترجمان محمد فیصل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل چې پاکستان په افغانستان د امن او مفاهمت دپاره د ټولو کوښښونو برخه ده او په دې لړ کې یې په د چین په سرښار بیجنگ کې د څلورو هیوادونو په غونډو کې گډون کړی دی او د ماسکو په خبرو کې به هم شرکت کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان وویل د ماسکو غونډه به دا موقع برابر کړي چې په افغانستان کې د امن دپاره د خبرو ځنډیدلې بهیر ته کتنه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG