روس به په اینده میاشت کې په افغانستان د امن په موضوع د یوې غونډې کوربه توب کوي او طالبانو ته به هم پکې د گډون بلنه ورکوي.
د گل، دوشنبې، په ورځ د روس دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې افغان صدر اشرف غني د لوې اخترې په مناسبت طالبانو ته د دریو ورځو د ډزبندۍ وړاندیز کړی دی.
د فرانس ای ایف پي خبري ادارې ویلي د افغانستان دپاره دروسي صدر خصوصي استازي ضمیر کابلوو ویلي چې روس د سپټمبر د میاشت په څلورمه نېټه په افغانستان کې د امن په اړه د غونډې تیاری کوي.
د روس د انټرفیکس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د ښاغلي کابلوو نه تپوس وشو چې ایا طالبانو ته به هم د ماسکو په غونډه کې د گډون بلنه ورکړی کیږي نو هغه وویل هاو او دا ځکه چې په ماسکو کې غونډه "په داسې چوکاټ کې کولی شي چې په افغانستان کې د قامي مفاهمت بهېبر پېل شي."
کابلوو د لوې اختر په مناسبت د صدر اشرف غني د اوربند هرکلی هم وکړو.
کابلوو وویل چې روس امید لري چې طالبان به هم د ډزبندۍ وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.
روس ددې نه وړاندې هم د افغانستان په موضوع د خبرو کوربه توب کړی دی.
تیر کال د اپریل په میاشت کې د ماسکو په غونډه کې هندوستان، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي ایشیا پنځو هغو ریاستونو برخه واخیسته چې د افغانستان سره سرحد لري. امریکې ته په دغه غونډه کې د بلنه نه وه ورکړی شوي.
روس په طالبانو غږ کړی چې وسله دې وغورځوي او د افغان حکومت سره دې مذاکرات وکړي.
په افغانستان کې د امن په اړه د روس کوښښونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې امریکايي مامورین طالبانو سره د ماسکو اړیکو ته د شک په نظر کتنه کوي.
په افغانستان کې میشته د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن وخت په وخت مطبوعاتو ته ویلي چې روس طالبانو ته وسله او نور کومک ورکوي او دا رنگ د امریکې مفاداتو ته نقصان رسوي. ماسکو دغه خبره ردوي.
په تېرو وختونو کې طالبانو منلې چې روس سره یې اړیکې شته او ماسکو ته یې خپل استازي لېږلې دي.