لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټن: په شام او عراق کې جنګېدلي وسله وال افغانستان ته داخلېږي


د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پنج دریاب سرحدي سیمه
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پنج دریاب سرحدي سیمه

د روس صدر ولادېمیر پوټن ویلي په شام او عراق کې جنګېدلي وسله وال په "فعاله" ډول افغانستان ته ننوځي.

د پخواني شوروي اتحاد غړو ملکونو د امنیت مشرانو سره د وډیو کانفرنس دلارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرو کې پوټن وویل "په افغانستان کې صورتحال اسان نه دی."

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه پوټن وویل په شام او عراق کې جنګېدلي تجربه کار وسله والو "په فعاله" ډول افغانستان ته ورځي. "دا ممکنه ده چې ترهګر په ګاونډي ملکونو حالات د بې ثباته کوولو کوښښ وکړي."

پوټن خبرداری وکړو وسله والو د مرکزي اېشیا ملکونو ته "نېغ په نېغه" د غځېدو کوښښ وکړي.

د ای اېف پي رپورټ وايي پوټن د دې نه وړاندې هم خبرداری کړی چې تندلارې د کډوالو په شکل کې د پخواني شوروي اتحاد په ملکونو کې د حالاتو خرابوولو کوښښ کولی شي.

ای اېف پي وايي ماسکو په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په اړه په محتاط انداز کې خوشبېني څرګنده کړې ده خو ماسکو چې د مرکزي اېشیا په ملکونو کې پوځي اډې لري، د سیمې د بې ثباتۍ په اړه تشویش لري.

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته روس په تاجکستان او ازبکستان کې پوځي مشقونه کړي دي. په دواړو ملکونو کې روس پوځي اډې لري او دواړه ملکونه د افغانستان سره پولې لري.

د تاجکستان د قامي سلامتیا مشر دغه غونډې ته وویل چې افغانستان نه تاجکستان ته د د نشۍ توکو او وسلې د قاچاق په کوښښونو کې زیاتوالی لیدلی دی. د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرانس صدر اېمېنیول مېکران د تاجکستان صدر امام علي رحمانوف کوربتوب وکړو او د امنیت ساتنې په برخه کې یې ورسره د مرستې وړاندېز وکړو.

د ای اېف پي ترمخه که څه هم طالبانو ویلي د دوی د اړخه به مرکزي اېشیا ته څه قسمه خطر نه وي خو په تېرو وختونو کې د طالبانو سره په تړون لروونکو وسله والو د مرکزي اېشیا په ملکونو کې د حملو الزامات پورې کړی شوي دي.

افغانستان دپاره د روس استازي ضمیر کابلوف تېره هفته وویل روس به طالبانو ته د یوې نړیوالې غونډې دپاره ماسکو ته د راتګ بلنه ورکوي. دغه مجوزه غونډې دپاره د اکتوبر 20 نېټه ټاکل شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG