لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوالو بندیزونو باوجود روس او افغانستان دوه اړخیز تجارت پراخول غواړي


د افغانستان د صنعت او تجارت د تنظیم محمد یونس محمد چې د روس د تجارت تنظیم دمتیري اېټونو سره یې معاهده دستخط کړه وویل نه یوازې دا چې روس سره تجارتي تعلقات مضبوطول غواړي بلکې په سیمه اییزه کچه هم درامدات او واردات زیاتول غواړي
د افغانستان د صنعت او تجارت د تنظیم محمد یونس محمد چې د روس د تجارت تنظیم دمتیري اېټونو سره یې معاهده دستخط کړه وویل نه یوازې دا چې روس سره تجارتي تعلقات مضبوطول غواړي بلکې په سیمه اییزه کچه هم درامدات او واردات زیاتول غواړي

د روس او د افغانستان د تجارت مامورینو یوه معاهده لاس لیک کړې ده چې هدف یې د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت پراخول دي، د دې باوجود چې دواړه ملکونه د امریکې او د یورپي ملکونو د سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د افغانستان د صنعتونو او تجارت د شورا او د افغانستان سره د همکارۍ او تجارت دپاره د روس شورا مامورینو دا هفته د روس په سېڼت پیټرزبرګ ښار کې دوه اړخیز تجارت د زیاتولو دپاره لوظنامه لاس لیک کړه.

د افغانستان د صنعت او تجارت د تنظیم محمد یونس محمد چې د روس د تجارت تنظیم دمتیري اېټونو سره یې معاهده دستخط کړه وویل نه یوازې دا چې روس سره تجارتي تعلقات مضبوطول غواړي بلکې په سیمه اییزه کچه هم درامدات او واردات زیاتول غواړي.

محمد وي او ای ته وویل اقتصادي بندیزونو یې تجارت ته زیان رسوولی دی خو "مونږ نشو کولی چې لاس په لاس نشو کښېنو او تماشه وکړو."

محمد زیاته کړه چې د سېڼت پيټرزبرګ اکنامک فورم غونډې په څنګه کې روس ایران سره هم د سیمه اییز تجارت زیاتولو په هدف او اوږدې مودې لوظنامه لاس لیک کړه.

د لانجمن اېټمي پروګرام او په منځني ختیځ کې وسله والو ډلو سره د مبینه مرستو په سر ایران هم د ډیر وخت راهسې د امریکايي او مغربي ملکونو د اقتصادي پابندیو سره مخامخ دی.

روس سره د تجارتي معاهدې په اړه محمد وویل که څه هم دغه لوظنامه په موجوده وخت کې سیاسي نوعیت لري خو د دې د عملې کېدو دپاره به د روس او د طالبانو د حکومت د حمایت ضرورت وي.

هغه زیاته کړه چې معاهدې د عملي کوولو لارې چارې لټوولو دپاره به د طالبانو د حکومت یو پلاوی مسکو ته سفر کوي.
په واشنګټن کې د روس سفارت د معاهدې په اړه دریځ اخیستلو دپاره د وي او ای د غوښتنو ځوابونه و نه وېل.

مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالبان سفارتکارانو ته يې اسناد ورکړي او د په کابل کې خپل سفارت هم خلاص ساتلی دی.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس مغربي ملکونو هېواد سره مالي مرستې بندې کړي او په طالبانو یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

امدادي ادارې وايي افغانستان د اقتصادي بدحالۍ سره مخامخ دی او قریباً 90 فیصد افغانان د ورځې خوراک اخیستلو مالي توان هم نه لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس سره د معاهدې دلارې افغانستان امید لري چې روس نه به په رعایتي قیمتونو تېل او غنم درامد کړي.

د محمد وویل افغانستان هره ورځ یو نیم لکه ټنه تېلو ته ضرورت لري او امید کوي چې د روس نه به دوه مېلین ټنه غنم درامد کړي.

امریکايي مامورین وايي په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې په نړیواله کچه د تېلو او د خوراک نرخونه زیات شوي دي خو روس دا خبره ردوي.

د فارنس پالسي ريسرچ انسټېټیوټ څېړوونکي مېکسمېلین هېس وي او ای ته وویل چط روس د نورو ملکونو سره تعلقاتو دپاره خپله غله او نور اجناس استعمالوي.

هغه وویل د روس او افغانستان ترمنځ تجارتي معاهده "په مکمله توګه" علامتي لوظنامه ده او دا د روس کوښښ دی چې وښښي چې هېواد تجارتي همکاران لري.

د وي او ای رپورټ وايي د ایران او افغانستان سره تجارت دلارې روس دا هم څرګندول غواړي چې د مغربي ملکونو د بندیزونه خلاف ورزي وکړي.

د یو اېس انسټېټيوټ اف پيس څېروونکی اېنډریو واټکنز وايي طالبانو سره د تجارت د زیاتولو د معاهدې دلارې روس د هغو بندیزونو خلاف ورزي کولی شي چې امریکې، متحد قامونو او یا خپله مالياتي ادارو په خپل ځانونو لګولي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په روایتي توګه افغانستان د روس سره په محدوده کچه تجارتي تعلقات ساتلي دي او د دې لوی سبب د دواړو ملکونو ترمنځ د سفر په بنیادي اسانتیاو کې نيمګرتیاوې دي.

د ایزروېټري اف اکنامک کملېکسېټي نومې ويب پاڼه چې په نړیواله کچه د تجارت شمار شمېرې جمع کوي وايي په 2020 کې افغانستان ته د روس برامداتو مالیت 151 مېلین ډالرو ته رسېدلی و او د افغانستان نه د روس درامدات د دریو مېلین ډالرو نه کم وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG