لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د کرسک سيمې څخه په زرګونو نور خلک وېستلي دي


د اګست په شپږمه نېټه په روسي علاقه د یوکرېني ځواکونو د یرغل شروع کېدو راهسې روس د سیمې نه قريباً دوه لکه خلک ويستلي دي
د اګست په شپږمه نېټه په روسي علاقه د یوکرېني ځواکونو د یرغل شروع کېدو راهسې روس د سیمې نه قريباً دوه لکه خلک ويستلي دي

روسي چارواکو ویلي د یوکرېني ځواکونو د پېش قدمۍ له امله يې د روس د کرسک سيمې نه ۲۰۰۰۰ نور ملکي کسان راوېستلي دي.

د کرسک موقتي ګورنر الېکسي سېمروف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په ټېلېګرام نومې وېب پاڼه وویل پولیس او نور حکومتي چارواکي یوکرېن سره په پوله د ګلشکوف ضلعې نه خلکو د انخلا په لړ کې د یو بل سره همکاري کوي.

د اګست په شپږمه نېټه په روسي علاقه د یوکرېني ځواکونو د یرغل شروع کېدو راهسې روس د سیمې نه قريباً دوه لکه خلک ويستلي دي.

د یوکرېن د پوځ یو کمانډر اولېکسېنډر سېرسکي ویلي د ۱۰۰ نه زیات روسي عسکر قېد کړی شوي دي او د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي روسي عسکر به د یوکرېن د جنګي قېدیانو په تبادله کې ازادولی شي.

زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په شپه قام ته په خپله روزانه خطاب کې وویل په کرسک کې د یوکرېني ځواکونو پرمختک سم روان وو او په روسي سیمه کې سټرېټيجېک اهدافو ته نږدې شوي دي.

زېلېنسکي وویل په کرسک سیمه کې یوکرېني ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ تر دوو کېلومېټرو پورې پېش قدمي وکړه او د روس سرحدي ښار سودژا نه يې د روسي ځواکونو د ویستلو کار سر ته ورسوولو.

د دويم جنګ عظیم نه وروسته دا لومړی ځل دی چې یوکرېني ځواکونه د روس خاورې ته داخل شوي دي او تر د ۱۰۰۰ مربع کېلوميټر پورې علاقه يې نیولي ده.

زېلېنسکي وویل دا ضروري ده چې یوکرېن د اصولو مطابق وجنګېږي او په سیمه کې د خلکو انساني ضرورتونه پوره کړي.

د یوکرېن نایب وزیراعظمې اېرینا وېرېسچک وویل یوکرېني ځواکونه به په کرسک کې ملکي خلکو دپاره لارې خلاصې ساتي چې دا ډول مقامي خلک روس یا د یوکرېن نورو سیمو ته تګ وکړی شي.

که څه هم کییف ویلي په کرسک د مستقل قبضې اراده نه لري خو د یوکرېن داخله ویر ایګور کلېمېنکو ویلي یوکرېن د خپل سرحد سره داسې خالي علاقه ساتل غواړي چې د روسي حملو مخه ونېسي.

هغه وویل په کرسک سیمه کې بفر زون یا محفوظه علاقه ځکه قایمول غواړي چې د یوکرېن په سرحدي علاقو د روزانه ګوله بارۍ مخه ونیول شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG