د روس خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د امریکې دوو سفارتکارانوته یې ملک نه د وتلو امر کړی چې د جاسوسۍ په الزام تورن یو روسي شهري سره يې همکاري کوله.
د روس خارجه وزارت په یو بیان کې وویل په ماسکو کې د امریکې سفیره لېین ټرېسي رابلل شوي وه او هغې ته وویل شوو چې سفارتکاران جېف سېلېن او ډېوېډ برنسټین دې په اووه ورځو کې د روس نه ووځي.
په امریکايي سفارتکارانو په غیر قانوني فعالیتونو کې د ککړتیا او د روسي شهري رابرټ شونوو سره د اړيکو الزام لګول شوی دی.
شونوو د روس په مشرقي ښار ولاديوسټوک کې د امریکې په کونسلخانه کې ۲۵ کاله خدمات ترسره کړي دي. روس په کال ۲۰۲۱ کې د کونسلخانې ټول مقامي کارکونکي برطرف کړل.
د روس فېډرل سېکیورټي سروس یا اېف اېس بي، د می په میاشت کې شونوو ګرفتار کړو او په هغه يې الزام ولګولو چې په خفیه بنیاد د بل ملک سره همکاري کوي او په اوکراین کې د روس د جنګ په اړه يې امریکې ته معلومات ورکړي دي.
اېف اېس بي تېره میاشت اعلان کړی و چې شونوو ته د معلوماتو راټولو هدایات د ورکولو په الزام به د سېلېن او برنسټين نه تفتیش کوي.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر په یو بیان کې په امریکايي سفارتکارانو د روس لګول شوي الزامات بې بنیاده وبلل. هغه زیاته کړه شونوو هغه روسي کمپنۍ ګمارلی و چې د روس د قوانینو او ضوابطو سره سم په ماسکو کې د امریکې سفارتخانې ته خدمات ورکوي.
مېلر وویل امریکا د روسي امنیتي ادارې په کوښښونو سخت احتاج کوي چې "زمونږ کارکوونکي ویروي." دا واضحه نه ده چې ايا اېف اېس بي د سېلېن او برنسټین نه پوښتنې کړي دي او که نا؟
Forum