روس د جمعې په ورځ د یوکرېن د بنیادي اډاڼې په سهولتونو د ۹۳ مزایلو او تر ۲۰۰ د ډرون حمله وکړه چې د یوکرېن صدر ولادمېر زېلېنسکي د هېواد د توانای په اسانتیاو د روس د لویو حملو څخه یوه وبلله.
زېلېنسکي وویل ۸۱ روسي مزایل د یوکرېن دفاعي نظام راوغورځول چې په کې ۱۱ هغه کروز مزایل هم شامل و چې مغربي ملکونو یوکرېن ته ورکړي اېف ۱۶ جهازونو رانسکور کړل.
زېلېنسکي په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل روس په دا ډول حملو په مېلینونو خلک ویروي. هغه د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د روس صدر ولادمیرپوټن خلاف دې اقدامات وکړي. هغه وویل د ترهګرۍ مخنیوي د سخت درعمل دلارې ورکړی کېدی شی.
د امریکې صدر منتخب ډانلډ ترمپ د جنورۍ په ۲۰ نېټه د خپلې عهدې سوګند پورته کوي. هغه ویلي د یوکرېن جنګ په زر ختموي او یوکرېن سره د امریکې امداد يې غېریقینۍ سره مخامخ کړی دی.
په ماسکو کې د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو د اوږدې فاصلې پورې تلونکو مزایلو او په ډرون د یوکرېن د توانای او د خشاک هغه سهولتونه په نخښه کړل چې د یوکرېن عسکري صنعت په چلېږي.
د روس د دفاع وزارت وویل د یوکرېن هغه حملې ته يې جواب ورکړو چې یوکرېني ځواکونو په کې د امریکې په ورکړی شویو ای ټي ای سي اېمز نومې مزایلو د روس په یو هوايي مرکز د شورو، چهارشنبې، په ورځ حمله کړې وه.
د یوکرېن په سرښار کیف کې د امریکې سفارتخانې وویل د جمعې د ورځې په حمله کې د ټرانسپورټ نظام او نور اهمې اسانتیاوې په نخښه شوې وې.
د یوکرېن د بجلۍ د ټولو نه لوی غېر حکومتي کمپنۍ وویل په حمله کې يې یو بجلي ګر ته سخت نقصان رسېدلی دی.
د نومبر په ۲۸ نېټه هم روس په ۲۰۰ مزایلو او ډرونز په یوکرېن حمله کړې وه او مېلینونو خلکو ته يې د بجلۍ رسد قطع کړی و چې وروسته بحال کړی شو.
Forum