لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي په شام کې د صورتحال څارنه کوي او په هېواد کې د روسي پوځي اډو د تحفظ غوښتنه يې وکړه


د بشارالاسد مخالفینو دمشق نیولی، الاسد د ملک نه وتلی دی او روسي چارواکو ویلي هغه ته يې په روس کې پناه ورکړې ده
د بشارالاسد مخالفینو دمشق نیولی، الاسد د ملک نه وتلی دی او روسي چارواکو ویلي هغه ته يې په روس کې پناه ورکړې ده

روس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په شام کې د صورتحال په غور څارنه کوي او د هغه چا سره په رابطه کې دی چې د شام د حالاتو واک اختیار یې په لاس کې دی.

د روس د حکومت یا کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف په دې خبره ټینګار وکړو چې په شام کې د روس د سفارتي اسانتیاو او د پوځي اډو تحفظ دې یقیني کړی شي. د شام د خانه جنګۍ په مهال روسي ځواکونه د شام صدر بشاالاسد د ملاتړ دپاره د روس په پوځي اډو کې مېشته وو.

د بشارالاسد مخالفینو دمشق نیولی، الاسد د ملک نه وتلی دی او روسي چارواکو ویلي هغه ته يې په روس کې پناه ورکړې ده.

د الاسد حکومت نسکورېدل نه یوازې په سیمه کې د روس اثر او رسوخ ته نقصان ګڼل کېږي بلکې ایران دپاره هم ضربه بلل کېږي چې په لبنان کې حزب الله ته د وسلې رسوولو دپاره يې ځمکنۍ لاره يې دلاسه ووتله.

د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دا خبره رد کړه چې په منځني ختیځ کې د ایران جال کمزوری شوی دی. ایران په غزه کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې هوثي باغیانو ملاتړ کوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

خامنايي وویل په شام کې چې څه وشول دا د امریکا او د اسرایل د منصوبې نتیحه ده او د شام یو ګاونډي ملک د الاسد حکومت په ختمېدو کې کردار ادا کړی دی. هغه د یو ملک نوم هم وا نه خیستلو خو ترکي چې شام سره سرحد لري د اسد د مخالفو ډلو حمایت کولو.

د شام باغیانو د نګران حکومت د مشرۍ دپاره محمدالبشیر غوره کړی دی. د عیسايي مذهب مشر پوپ فرانس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امید کوي چې د شام د مسلې سیاسي حل به راوویستل شي او په ملک کې به ثبات او اتحاد ته وده وکړی شي.

د عبوري حکومت مشر د ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته بشیر د جنګ د لاسه په کډه شویو وطنوالو غږ وکړو چې ملک ته دې ستانه شي. د اټلي یوې خبري ادارې سره مرکه کې بشیر وویل د ملک نه بهر خلک راوستل يې ترجیح ده او د دوی تجربه او صلاحیت به د ملک په ترقۍ کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د شام قریباً پينځه مېلین خلک په ګاونډیو ملکونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د شام دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي ګېیر پېډرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې کډوال دې په بېړه ملک ته ستانه نه کړی شي ځکه چې د هغه په قول په شام کې صورتحال کړکېچن دی او اقتصادي يې نسکور شوی دی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG