لاس رسیدونکی لینک

 
اوکراین: روس په زرګونو ملکي کسان په زور بې کوره کوي
تازه خبر

اوکراین: روس په زرګونو ملکي کسان په زور بې کوره کوي


د ګل، دوشنبې، په ورځ روسي ځواکونو د اوکراین د توانای په اسانتیاو په درځنونو مزایلې ور وويشتلې په نتیجه کې یې بجلي، د اوبو رسد او د موبایل سروس وځنډېدو
د ګل، دوشنبې، په ورځ روسي ځواکونو د اوکراین د توانای په اسانتیاو په درځنونو مزایلې ور وويشتلې په نتیجه کې یې بجلي، د اوبو رسد او د موبایل سروس وځنډېدو

د مشرقي نېپرو دریاب په غاړه اباد د اوکریان په رزګونو ملکي کسانو ته روس امر کړی چې نورو ځایونو ته دې منتقل شي. اوکراین د روس دغه امر د خلکو په زور بې ځایه کول بللی.

په سيمه کې چارواکو تر ۷۰۰۰۰ پورې ځايي اوسېدونکو ته نورو ځایونو ته د منتقل کېدو امر کړی دی. وېل کېږي چې دغه امر د اوکراین د جوابي حملې په اړه د تشویش په نتیجه کې اخیستل شوی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي روسي ځواکونو په اوکراین کې د ملکي خلکو په کورونو او بنیادي سهولتونو حملو ته دوام ورکړی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې په ساحلي ښار مېکولایف کې په یوه رهایشي ودانۍ څلور مزایلې ور وويشتلې.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ روسي ځواکونو د اوکراین د توانای په اسانتیاو په درځنونو مزایلې ور وويشتلې په نتیجه کې یې بجلي، د اوبو رسد او د موبایل سروس وځنډېدو.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د روسي حملو غندنه وکړه.

روس دا خبره ردوي چې ملکي خلک په هدف کوي. د روس صدر ولادېمير پوټن وویل مزایل حملې څو ورځې وړاندې په روسي ځواکونو د بریدونو په جواب کې کېږي. اوکراین په بحیره اسود کې په روسي ځواکونو د حملو نه تصدیق او نه يې هم ردونه کړې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې دفاع وزارت پېنټګان دا تشویش څرګندو کړو د اوکراین په جنګ کې استعمالولو دپاره روس د ایران نه نورې وسلې هم اخیستلی شي.

امریکايي چارواکي وایي روس په اوکراین کې د حملو دپاره د ایران ډرون جهازونه استعمالوي او ایراني چارواکي دغه ډرون په استعمالولو کې د روسي پوځي چارواکو مرسته کوي. ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي.

د پېنټګان ترجمان برېګېډیر جنرل پېټ رایډر وویل روس په اوکراین کې استعمال دپاره د ایران نه جدیده وسله او د ځمکې په ځمکه هدف وېشتونکي مزایل ترلاسه کولی شي.

د امريکې سي اېن اېن ټېلې وژن په یو رپورټ کې وویل ایران روس ته تر ۱۰۰۰ پورې وسلې لېږلو دپاره تیاری کوي چې پکې مزایلې او ډرون شامل دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو کارله باب، مارګرېټ بشیر، د ای پي، ای اېف بي او رويټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG