لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي سفارتکار په افغانستان کې د امن په اړه د خبرو په غرض پاکستان ته رسیدلی


د ماسکو په غونډه کې د طالب استازو ترڅنگ نور گډونوال د روس خارجه وزیر سرگی لاوورو سره
د ماسکو په غونډه کې د طالب استازو ترڅنگ نور گډونوال د روس خارجه وزیر سرگی لاوورو سره

د افغانستان دپاره د روسي صدر استازی ضمیر کابلو په افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستاني مامورینو سره خبرو دپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ښاغلی کابلو په داسې حال کې اسلام آباد ته رسیدلی دی چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره د خبرو وروسته په کابل کې د افغان صدر سره خبرې کړې دي. د امریکې او د طالبانو د ترمنځ د خبرو د انتظام مسولیت پاکستان په غاړه اخلي.

په اسلام اباد کې یو پاکستاني سفارتکار وي او ای ته د ښاغلي کابلو د سفر په اړه وویل چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې مفادات لري او په هېواد کې د راپورته کېدونکي صورتحال په اړه د یو بل سره صلاح مشورې کوي.

ټاکل شوې ده چې کابلو به د پاکستاني مامورینو سره رسمي خبرې د نهی، سه شنبې، په ورځ پېل کوي.

روس کوښښونه کوي چې افغان طالبانو د افغان حکومت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښېني. ماسکو اندېښنې لري چې په افغانستان کې بې ثباتي به مرکزي ایشیا ته هم ور ورسېږي.

ماسکو د افغانستان په اړه د یو شمېر سیمه ایزو هېوادونو غونډې کړې دي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې طالب استازو هم نه یوازې د ماسکو په یوه غونډه کې برخه واخیسته بلکې د مطبوعاتو سره یې هم خبرې وکړي.

د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروه تیره هفته خبریالانو ته وویل روس په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې د کوښښونه ستاینه کوي خو د ښاغلي خلیلزاد هلې ځلې د ناکامۍ سره مخامخ دي او طالبان یې تر اوسه د افغان حکومت سره خبرو ته نه دي کښېنولي.

خو خلیلزاد د امرکیې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په کال کې یوه مرکه کې وویل د طالبانو سره د سولې په چوکاټ یې اصولي موافقه ترلاسه کړې ده.

هغې وویل یوازې روس د افغانستان په جنگ کې ښکیلې ډلې د یو چت دلاندې کښېنولو ته تیار کړي وو. د نومبر په میاشت کې د ماسکو په غونډه کې د طالب استازو ترڅنگ د افغان حکومت نمایندگانو هم شرکت کړی و خو نیغ په نیغه یې د یو بل سره خبرې نه وې کړې.

روس، پاکستان او ایران وايي د طالبانو سره یې د روابطو هدف طالبان افغان حکومت سره مکالمې ته کښېنول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG