لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: روس لومړی ملک دی چې وايي د کرونا وایرس په ضد یې وېکسین تیار کړو


د وېکسین د منظوري د اعلانوولو په وخت د روس صدر ولادېمېر پوټن وویل چې د هغه یوې لور د وېکسین په زریعه ځان د کرونا وایرس نه محفوظ کړی دی. هغه ووېل د وېکسین ضروري ټېسټونه شوي دی او ښايي چې د وایرس نه انسان محفوظ ساتي
د وېکسین د منظوري د اعلانوولو په وخت د روس صدر ولادېمېر پوټن وویل چې د هغه یوې لور د وېکسین په زریعه ځان د کرونا وایرس نه محفوظ کړی دی. هغه ووېل د وېکسین ضروري ټېسټونه شوي دی او ښايي چې د وایرس نه انسان محفوظ ساتي

روس د دنیا لومړی ملک دی چې وايي کرونا وایرس نه د خلکو د محفوظ ساتلو وېکسین یې تیار کړی دی خو په نړیواله کچه د روس د انجېکشن په باره کې شکونه څرګندیږي او وېل کېږي چې د وېکسین ژوره مطالعه او نه یې مکملې ازموینې دي شوي دي.

د وېکسین د منظوري د اعلانوولو په وخت د روس صدر ولادېمېر پوټن وویل چې د هغه یوې لور د وېکسین په زریعه ځان د کرونا وایرس نه محفوظ کړی دی. هغه ووېل د وېکسین ضروري ټېسټونه شوي دی او ښايي چې د وایرس نه انسان محفوظ ساتي خو اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي روسي چارواکو داسې کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي په دې کړي چې وېکسین څومره موثره دی.

ولادېمیر پوټن وویل هغه ته معلومه ده چې دا وېکسین موثره دی. "مونږ باید د هغو خلکو شکریه ادا کړوو چې زمونږ د ملک او د ټولې دنیا دپاره یې دا لومړی اهم ګام اخیستلی دی."

ای پي وايي په روس او نورو ملکونو کې د روس د وېکسین په اړه د خبرداري غږ پورته کړی دی، وايي د وېکسین د دریم پړاو ازموینې نه دي شوي چې یو شمېر میاشتو کې سر ته رسولی شي او په سلګونو زرګونه خلک پکې برخه اخلي.

د روس د اېسوسي اېشن اف کلېنېکل ټرایلز ارګنایزېشن یا د طبي ازموینو تنظیمونو اتحاد د ګل، دوشنبې، په ورځ حکومتي مامورین خبرداره کړل چې په بیړه کې وېکسین تیارول او روس د وېکسین به زغل کې وړاندې پېش کوول خلک د خطر سره مخامخ کولی شي. ادارې وویل د ازموینو بغیر دې وېکسین د عام استعمال دپاره نه منظوروي.

د کرونا وایرس په اړه روسي وېکسین ګمالیه انسټېټیوټ نومې ادارې تیار کړی دی او ای پي وايي د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او وايي د ګمالیه وېکسین په ابتدايي او د ازموینو په پړاو کې دی چې معلومه شي دا څومره محفوظ دی.

صدر پوټن وویل یوې لور ته یې د وېکسین انجکشنې لګول شوي دي، لږه تبه یې محسوس کړې وه خو اوس ښه ده او په بدن کې ډیرې اېنټي باډیز دي.

د روس د صحت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امید دی چې وېکسین به د دوو کلونو پورې یو انسان د کرونا وایرس نه محفوظ ساتي.

ای پي وايی روس د وېکسین په اړه ساینسي معلومات نه دي خپاره کړي او ساینس پوهان د وېکسين په اړه د روس خبرې ډېرې د اعتبار وړ نه ګڼي.

روس تر اوسه پورې د کرونا وایرس ۸۹۷۵۹۹ ناروغۍ او ۱۵۱۳۱ مرګونه رپورټ کړي‌ دي.

تیره میاشت د امریکې، کېنېډې او برطانیي چارواکو وویل روسي هېکرانو د کرونا وایرس خلاف د مغربي ملکونو د لېبارټرو نه د وېکسین څیړنې غلا کولې.

ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي هغه ملکونه چې د وېکسین تیاروولو امیدواران دي پکار ده چې عام استعمال ته د وړاندې کوولو نه مخکې د وېکسین ټولې ازموینې سر ته ورسوي. ماهرین خبرداری کوي چې د مکملو ازموینو بغیر وېکسین د نقصان سبب کېدلی شي چې پکې په انساني صحت د مضرو اثراتو تر څنګ د تحفظ بې ځایه احساس او په وېکسین د خلکو د بې اعتمادۍ پېدا کېدلو غوندې مسلې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG