د روس وزیراعظم دمیتري مېدوېدیف نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ، په یو ناڅاپي اقدام کې د خپلې ټولې کابینې د مستعفي کېدو اعلان وکړ.
وزیراعظم مدوېدیف سمدستي پس له هغه دا کار وکړ چې صدر پوټین د ملک په آئین کې د یو شمېر ترمیمونو د راوستنې سپارښتنه وکړه. د دغو ترمیمونو هدف، په روس کې د ریاستي نظام پر ځای د پارلیماني نظام پیاوړي کول دي.
صدر پوټین دغه سپارښتنې نن د شورو/چهارشنبې په ورځ په مسکو کې فېډرال اسمبلې ته په خپلې کلنۍ وینا کې وکړې، او داسې ښکارېده چې له کال ٢٠٢۴ نه پس، کله چې د پوټین د صدارت څلورمه او وروستۍ دوره ختمیږي، د ملک پر چارو د هغه د اثررسوخ د پراخېدو په مقصد دا سپارښتنې برابرې شوي دي.
د روسیې د خبري ادارو د رپوټونو له مخې، د صدر پوټین له وینا څو ساعته وروسته، وزیراعظم مدوېدیف خپل حکومت ټول مستعفي اعلان کړ او بیا سمدستي صدر پوټین، د مالیاتو د ادارې مشر میخائیل میشوڅین د ملک د نوي وزیراعظم په توگه ونوماوه.
د نوي نومل شوي وزیراعظم او د کابیني د مهمو پوسټونو تایید به د روس د پارلمان له خوا کیږي، چې ډوما نومیږي.
صدر پوټین پخپلو سپارښتنو کې دا هم وویل چې د روس ریاستي شورا دې په آئین کې ځای کړی شي او رسمي اختیارات دې ورته منظور کړی شي. د روس ریاستي شورا، اوس مهال د صدر دپاره یوه مشورتي ډله گڼل کیږي.
د صدر پوټین پلانونو ته د لارې خلاصولو او د هغوی د عملي کېدو دپاره، مدوېدیف اولنی گام واخیست، او د حکومت د مستعفي کولو سره یې وویل: "دا ښکاره خبره ده چې مونږ، د روسیې د فدراتیف ریاست په حیث، خپل د ملک صدر ته باید دا امکان په اختیار کې ورکړو چې د روانو شرایطو له مخې ټول ضروري فیصلې ترسره کړي."
ولادیمیر پوټین څلورځله د روسیې صدر ټاکل شوی او اوسنی آئین نور ورته دا اجازت نه ورکوي چې خپل د واک موده وغځوي، مگر په آئین کې د بدلون راوستلو دپاره د پوټین تازه سپارښتنې اوس دا اټکلونه رامخې ته کړي چې ښایي هغه په آینده کې، د یو باقوته وزیراعظم، یا د یوې خپلواکې امنیتي شورا د مشر په توگه خپل اثررسوخ او واک وغځوي.