لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د یو کرېن په سر د امریکې د بندیزونو خبرداری رد کړو 


د خبري رپورټونو ترمخه روس د یوکرېن په مشرقي سرحد قریباً یو لک ځواکونه ځآی په ځای کړي دی او مغربي ملکونه ویره لري چې روس په یوکرېن د یرغل تیاری کوي خو روسي مامورین دا خبره ردوي
د خبري رپورټونو ترمخه روس د یوکرېن په مشرقي سرحد قریباً یو لک ځواکونه ځآی په ځای کړي دی او مغربي ملکونه ویره لري چې روس په یوکرېن د یرغل تیاری کوي خو روسي مامورین دا خبره ردوي

روس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې دا خبرداری رد کړو چې که چېرې روس په یوکرېن پوځی یرغل وکړو نو امریکا به یې په ضد سخت ګامونه اخلي.

د کرېملېن ترجمان دمېتري پېسکو خبریالانو ته وویل چې داسې ډول بندیزونه به تباه کن وي.

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې که چېرې روسي صدر ولادېمیر پوټن په یوکرېن پوځي یرغل وکړو نو د "شدید" او د پراخه کچه مضمراتو سره به مخامخ شي چې پکې په شخصي کچه د پوټن خلاف پابندۍ هم شاملې وي.

صدر بایډن وویل صدر پوټن ته یې دا خبره ډیره مخکې واضحه کړې ده چې که چېرې روسي ځواکونه یوکرېن ته ور اوړي نو دا ګام به سنګین مضمرات لري چې پکې به د روس خلاف سختې اقتصادي پابندۍ هم وي.

روس د یوکرېن په مشرقي سرحد قریباً یو لک ځواکونه ځای په ځای کړي دي او مغربي ملکونه ویره لري چې روس په یوکرین د یرغل تیاری کوي خو روسي مامورین دا خبره ردوي.

صدر بایډن وویل د روس د ګامونو په ترڅ کې امریکا دا ذمه واري لري چې نېټو په پولېنډ، رومېنیا او مشرقي یورپ کې خپله موجودګي زیاته کړي.

بلخوا، د روس، یوکرېن، جرمني او فرانس چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې خبرې کوي. روسي ترجمان دمېتري پېسکو وویل امید کوي چې د پېرس خبرې به ښې او ازادې وي او زیاتې نتېجې به راوړي. د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي مرستیال اېندری یرمک امید کوي چې د پېرې خبرې به د یوکرېن په مفاد کې ګټه ورې وي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG