د یوکرېن چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د هېواد په شمال مشرقي ښار خارکیف د روس په حمله کې لږ تر لږه ۱۹ کسان زخمیان شوي دي،
د خارکيف سیمې ګورنر د سماجي پېغام رسانۍ په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل د روسي ځواکونو په حمله کې د خارکیف په مرکزي سیمه کې ۴۰ ودانیو ته نقصان ورسوولو.
د یوکرېن په اوډیسه سیمه کې د سیمې ګورنر په اوډیسه ښار د راکټ په حمله کې درې کسان ووژل شوو.
په ژاپوریژیا سیمه کې د روس په حمله کې یو ماشوم زخمي شو او ګڼ شمېر کورونو ته نقصان ورسېدلو.
د مېکولایو د سیمې ګورنر په ټېلېګرام خپل پېغام کې وویل روس په ډرون د سیمې د توانای بنیادي اډاڼه په هدف کړه چې له امله يې بجلۍ يې وځنډېدله.
د یوکرېن هوايي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تېره شپه د روس د ۱۴۰ څخه ۷۱ ډرون يې راوغورځول.
د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي وویل د روس حملې د فشار او د پابندیو دلارې بندېدلی شي چې روس وسایلو ته لاس رسی و نه لري او یوکرېن سره پوځي امداد وکړی شي او په مستقل ډول پې ملاتړ وکړی شي.
د روس د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن هغه ۲۳ ډرون يې راوغورځول چې تېره شپه يې په روس حمله کې استعمال کړي وو.
Forum