لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرېن د ډرون حملې وروسته روس د تېلو په یو ډيپو کې د اور د لګېدو خبر ورکړی


د روس د روستوف سيمې ګورنر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل اور وژونکي په ډیپو لګېدلی اور د مړ کولو کوښښونه کوي خو له امله يې څه مرګ ژوبله نه ده شوې
د روس د روستوف سيمې ګورنر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل اور وژونکي په ډیپو لګېدلی اور د مړ کولو کوښښونه کوي خو له امله يې څه مرګ ژوبله نه ده شوې

د یوکرېن ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په جنوب مغربي سیمه کې ګڼ شمېر ځایونه په ډرون په هدف کړې چې له امله يې په روستوف سیمه کې د تېلو په یو ډیپو اورولګېدو.

د روس د روستوف سيمې ګورنر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل اور وژونکي په ډیپو لګېدلی اور د مړ کولو کوښښونه کوي خو له امله يې څه مرګ ژوبله نه ده شوې.

د روس د دفاع وزارت وویل د یوکرېن څلور ډرون يې په روستوف او اته نور په ورونیژ سیمه کې راوغورځول.
چارواکو په ورونيژ سیمه کې د څه او یا د مرګ ژوبلې رپورټ نه دی ورکړی.

د یوکرېن په سرحد د بېلګوروډ ګورنر وویل د یوکرېن په ډرون حمله کې درې کورونو ته نقصان رسېدلی خو څه جاني نقصان نه دی شوی.

د روسي چارواکو په قول د روس د فضايي حملې په ضد دفاعي نظام په کرسک سیمه کې هم د یوکرېن یو ډرون راغورځولی دی.

په یوکرېن کې د ډېنېپروپېټېټروسک سېمې ګورنر وویل په سیمه کې د روس په حمله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG