د روس سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ د روس د دفاع وزارت له قوله دا خبر ورکړو چې روسي ځواکونو د یوکرېن په مشرقي سیمه دونېسک کې پینځه کلي نیولي دي.
د روس سرکاري رېډیو ریا نوټوسکي وویل روسي ځواکونو د یوکرېن درنې وسله ته ماتې ورکړو او د یوکرېن ۶۸ جوابي حملې يې په شا وتمبولې.
د روسي رېډیو د رپورټ نور تصدیق نه دی شوی.
په دونېسک کې د یوکرېن په پینځو کلیو د روس د قبضې په اړه روسي رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د یوکرېن د دفاع وزیر رستم عمروف د جمعې په ورځ په سټاک هوم کې و چې د سوېډن خپل هم منصب پال جانسن سره خبرې اترې وکړي. سوېډن د نېټو پوځي اتحاد نوی غړی دی او د کال ۲۰۲۵ شدی ۲۰۲۶ کال دپاره يې یوکرېن سره د دوه اشاریه دوه بېلین ډالرو امداد لوظ کړی دی. سويډن ویلي دواړه ملکون ژوره همکاري لري.
په مشترکه خبري کانفرنس کې د دفاع داوړو وزیرانو د روس د تازه حملې او د یوکرېن په ډېنېپرو ښار حمله کې د روس د بېن البراعظمي مزایل د استعمال په اړه هم خبرې اترې وکړې.
جانسن وویل روس دغه ګام سويډن او نور ملکونه یوکرېن د مرستې نه ویرول دي خو کامیاب به شي.
جانسن عمروف ته وویل یوکرېن سره د سويډن مرسته د سويډن په امنیت کې سرمایه کاري ده ځکه چې د هغه په قول د یوکرېن امنیت د سويډن امنیت دی.
د روس صدر ولادېمير پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ قام ته په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې د دې خبرې تصدیق وکړو چې په یوکرېن حمله کې د منځنۍ فاصلې مزایل استعمال کړی دی. یوکرېن دعوه کړې وه چې یوکرېن ته د امریکې او برطانيې د دې اجازت وروسته چې وسلې په روس کې دننه د حملو دپاره استعمالولی شي روس د یوکرېن په ضد بېن البراعظمي مزایل استعمال کړو.
خپل تقریر کې پوټن خبرداری وکړو چې د یوکرېن په ضد تر ۸۰۰ کلومېټرو پورې تلونکی مزایل هم استعمالولی شي.
څېړونکي وايي د پوټن خبرې د ویرې خپرولو چال دی او هغه به د نېټو په غړي ملک د حملې نه ډډه کوي.
په سټاک هوم کې د جمعې په ورځ د خبري کانفرنس په موقع عمروف وویل د یوکرېن په پوله د شمالي کوریا ځواکونه د ګمارلو په شمول د پوټن د اوږدې فاصلې مزایلو په استعمال په دویم ځل په جنګ کې اضافه کړې ده. هغه وویل یوکرېن د روس مزایل ته جواب په ورکولو کار کوي. عمروف د دې خبرې اعتراف وکړو چې د جنګ په مخکنیو کرښو صورتحال مشکل دی خو یوکرېن مزاحمت کوي او روس د جاني او مالي نقصاناتو سره مخامخ دی.
د یوکرېن په شمال مشرقي سیمه سامی کې مقامي چارواکو د جمعې په ورځ وویل د روس په حمله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي دي. چارواکو وویل د ډرون په مشکوکه حمله کې رهایشي علاقه لګېدلې، رهایشي ودانیو، کورونو او کاروبارونو ته يې نقصان رسوولی دی.
سامي علاقه د روس د کرسک سیمې ته څېرمه پرته ده. یوکرېني ځواکونو د سږ کال په شروع کې په کرسک کې پېش قدمي کړې ده.
Forum