لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي په سلګونو نور یوکراېني عسکر ورته تسلیم شوي دي


د یوکراېن چارواکو تراوسه پورې ماریوپول ښار کې ګېر هغه یوکراېني پوځیانو د شمېرې پخلی نه دی کړی چې روسي ځواکونو ته تسلیم شوي. یوکراېن امید څرګند کړی چې نیول شوي پوځیان به یې د روس سره د قېدي پوځیانو د تبادلې برخه وي
د یوکراېن چارواکو تراوسه پورې ماریوپول ښار کې ګېر هغه یوکراېني پوځیانو د شمېرې پخلی نه دی کړی چې روسي ځواکونو ته تسلیم شوي. یوکراېن امید څرګند کړی چې نیول شوي پوځیان به یې د روس سره د قېدي پوځیانو د تبادلې برخه وي

د روس د دفاع وزارت وايي‌ د یوکراېن په ماریوپول ښار کې د دوی د ګېرې لاندې د ازوسټال سټیل مرکز کې د یوکراېن په سلګونو نور پوځیان ورته تسلیم شوي او د تسلیم شوو پوځیانو ټوله شمېره اوس ۱۷۳۰ ته رسېدلې ده.‌

د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ یا آي سي آر سي په یو بیان کې وېلي د هغه پوځیانو نومونه رجسټر کوي چې د ازوسټال سټیل مرکز نه وتلي.‌ نړیوالې کمېټۍ وېلي دوي جنګي قېدیان د یوځاې نه بل ځاې ته انتقال کولو کې برخه نه اخلي او زیاته کړې یې ده د رجسټرېشن عمل په و خت فارمونو ډکولو کې آي سي آر سي د قېدیانو نومونو، د پېداېش ځای او نزدې خپل خپلوانو معلوماتو لیکلو کې لاس امداد کوي.

دغه معلومات آي سي آر سي ته د نیول شویو قېدیانو درک لګولو او هغوي د خپلوانو سره په رابطه کې ساتلو کې مرسته کوي.‌

د یوکراېن چارواکو تراوسه پورې ماریوپول ښار کې ګېر هغه یوکراېني پوځیانو د شمېرې پخلی نه دی کړی چې روسي ځواکونو ته تسلیم شوي.

یوکراېن امید څرګند کړی چې نیول شوي پوځیان به یې د روس سره د قېدي پوځیانو د تبادلې برخه وي.

بلخوا د روس د پلټنو مرکزي اداره وايي دوي به د یوکراېن نیولی شوو پوځیانو ته پلټنې کوي او دا به معلوموي چې آیا هغوي د عامو خلکو په وژنو کې ککړ دي‌ او که نه.‌

د جنګ نه وړاندې د ۴۳۰،۰۰۰ ابادۍ ښار، ماریوپول نیول به د یوکراېن خلاف د خواوشا درې میاشتو راهسې روان جنګ کې د ماسکو لپاره ترټولو لویه ګټه وي.

د یوکراېن صدر ولوډومیر ذېلېنسکي یو صلاحکار میخاېلو پوډولاېک د زیارت (پنجشنبې) په وېلي د یوکراېن نه د روسي پوځیانو په مکمله توګه وتو پورې د ماسکو سره د ډزبندۍ امکان نشته.

د امریکې د دفاع وزارت یو اعلا چارواکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ‌ وېلي چې روس د یوکراېن خېرسان، مېکولایوف او دونېتسک ښارونو سره نزدې د بحیره اسود اړخ ته په ځنې ځایونو کې وړاندې تګ کړی خو زیاته کړې چې دغه پرمختګ ډېر محدود دی او د هغوي عملیات د لږو ځایونو پورې دي.

هم نن د امریکې صدر جوباېډن د فېنلېنډ صدر سالي نینېسټو او د سویډن وزیراعظمې مېګډه لینا اېنډرسن سره د نېټو اتحاد کې شاملېدو درخواست، او د یوکراېن او یورپي امنیت کې مرسته کولو په سر واېټ هاوس کې لیدل کتل کوي.

د روس لخوا په یوکراېن د حملې په ځواب کې د نېټو پوځي اتحاد کې په رسمې توګه یوځاې کېدو په سر جوباېډن د شورو (چهارشنبې) په ورځ د سویډن او فېن لېنډ ددغه تاریخي فېصلې ستاېنه کړې وه او وېلي وو هغه د نېټو اتحاد کې د شاملېدو لپاره د فېنلېنډ او سویډن د درخواستونو هرکلی او کلکه مرسته کوي.‌ نوموړي‌ وېلي وو هغه به د امریکاي کانګرېس او د نېټو ملګرو ملکونو سره دغه دواړه ملکونه د تاریخ ترټولو مضبوط دفاعي اتحاد کې زر ترزره شاملولو لپاره کار کوي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG