لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: د ایران صدر به دا هفته د ماسکو په دوره کې د صدر پوټن سره د همکارۍ معاهده لاس لیک کړي


د ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۱ نېټه پوټن او پزشکیان د ترکمنستان په سرښار عشق اباد کې د یوې دستورې په څنډه کې ولیدل
د ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۱ نېټه پوټن او پزشکیان د ترکمنستان په سرښار عشق اباد کې د یوې دستورې په څنډه کې ولیدل

د روس صدر ولادېميرپوټن به دا هفته د ایران د صدر مسعود پزشکیان په ماسکو کې کوربتوب کوي او دواړه صدارن به په پراخه کچه د همکارۍ معاهده لاس لیک کوي. دا اعلان د روس حکومت، کرېملېن د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړو.

کرېملېن وویل پوټن او پزشکیان به د جمعې په ورځ د دواړو ملکونو ترمنځ د جامع سټرېټيجېک همکارۍ تړون دستخط کړي.

کرېملېن وویل دواړه مشران به د تجارت، ټرانسپورټ او د سیمې او د نړۍ په اهمو مسلو، لاجېسټېک او په بشري اړخونو هم غور کوي.

deewa
deewa

یوکرېن او مغربي ملکونه الزام لګوي چې ایران روس ته د یوکرېن خلاف استعمال دپاره په سلګونو چاودېدونکي ډرونز ورکړي دي او روس سره مرسته کړې چې دغه ډرونز په خپل ملک کې دننه هم جوړ کړی شي.

روس او ایران دغه خبره ردوي. یوکرېن وايي روس د ایران ډرونز د یوکرېن سرحد دننه په حملو کې استعمال کړي دي.

ایران د روس نه د اوږدې فاصلې پورې د تلونکو مزایل خلاف جدېدې دفاعي وسلې غواړي چې د اسرایل د ممکنه حملو مخنیوی وکړي.

ماسکو ته د پزشکیان د دورې درې ورځې وروسته به د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د خپلې عهدې سوګند پورته کوي. ټرمپ ویلي د یوکرېن جنګ به زر ختموي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG