لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وایي پر دې غور کوي چې د ترهګرو ډلو له فهرسته د افغان طالبانو ډله وباسي


روس چې په خپل هېواد کې د ترهګرو ډلو په فهرست کې کومې ډلې شاملې کړې او په هلته یې فعالیت منع دی، په هغوی کې د افغان طالبانو ډله هم شامله ده خو اوس ماسکو ویلي د دې ډلې د نوم پر ایستلو غور کوي.

روس د 2003م کال په فرورۍ میاشت کې افغان طالبان د ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل کړي وو.

امریکا د افغان طالبانو ډله د ترهګرۍ په لیسټ کې نه ده شامله کړې، خو د 2012م کال په ستمبر کې یې حقاني ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړې وه او د طالبانو ګڼ مشران یې په تور لیسټ کې شامل کړي چې ډېر یې اوس حکومتي چارواکي‌ دي.

د روس سرکاري خبري ادارې تاس د اپرېل په لومړۍ نېټه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې په دې اړه وروستۍ پریکړه به د روس لوړپوړي سیاسي مشران کوي. وزارت ویلي:

"د بهرنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت او نورې اړوندې ادارې پر دې غور کوي چې د طالبانو تحریک د ترهګرې ډلې له حالته وباسي. په دې تړاو به وروستۍ پریکړه د هیواد لوړ پوړی سیاسي مشرتابه کوي."

روس دا خبره په داسې وخت کړې چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په ماسکو کې د موسیقۍ پر کنسرټ خونړی برید وشو او ذمه واري یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته چې پکې شاوخوا 140 کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي وو. امریکا ویلي دا برید داعش خراسان ډلې کړی چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف خبریالانو ته د افغانستان په اړه ویلي، "دا زموږ ګاونډی هېواد دی او په یوه نه یوه لاره ورسره خبرې کوو، موږ اړتیا لرو چې مهمې مسئلې حل کړو، دا خبرو ته اړتیا لري".

د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د طالبانو ډله د روسي فیډرېشن له خوا تر اوسه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کیږي او د ترهګرو ډلو په فهرست کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

تر دې دمخه افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبرې ایجنسۍ ته ویلي وو چې له طالبانو سره د ترهګرۍ خلاف مبارزې په برخه کې همکاري دوام لري، خو هغه ددغې همکارۍ د بڼې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو تحریک ته یې د روان 2024م کال د مې په میاشت کې د روس او اسلامي نړۍ د کازان ټولنه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې دا غونډه به د مې له 14 تر 19مې پورې د روس د کازان په ښار کې وي، دا غونډه د روس د نړیوال اقتصادي فورم او اسلامي نړۍ د کازان فورم تر نامه لاندې جوړیږي.

د یادونې وړ ده چې امریکا تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله په 2010م کال کې د ترهګرۍ په فهرست کې شامله کړې خو سره له دې چې افغان طالبانو په شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو خلاف جګړه کړې، امریکا دا ډله د ترهګرو په فهرست کې نه ده شامله کړې.

د ازادي رېډیو د خبر له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اوونۍ وړاندې ځايي رسنیو ته ویلي وو، د طالبانو 24 چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو، امریکې او یورپي اتحادی په تور فهرست کې دي او په تېرو دوه نیمو کلونو کې نه یواځې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسټه نه دي ایستل شوي، بلکې د څو نورو طالب چارواکو نومونه هم ور زیات شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG