روس ویلي د افغانستان واکمن طالبان به په رسميت نه تسلیموي خو په افغانستان کې بشري بحران ګڼ شمېر ملکونه دې ته اړ کوي چې د کابل نویو واکدارانو سره رابطې ولري.
د روس صدارتي ترجمان دمېتري پېسکوف د خبريالانو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آيا د طالبانو د حکومت د منلو کوم امکان شته؟ وویل "په دغه موضوع نن خبرې نه دي شوي، خو مونږه دا خبره بيا بيا کړې ده. د دې خبرې هېڅ حاجت نشته چې داسې به کله کېږي.
د اګست په مياشت کې د امريکايي پوځونو د وتلو سره سم په واک کې د راتلو وروسته تر اوسه د نړۍ يو ملک هم د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی او اکثر ملکونه د طالبانو د حکومت په اړه داسې اندېښنې لري چې د نړۍ سره د خپلو هغو وعدو نه په شا شوي چې د افغان ولس د بشري حقونو احترام به کوي او د القاعده په شمول به ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د خاورې نه په نړۍ بريدونو ته نه پرېږدي.
نړۍ د طالبانو په کابينه چې ټول په ټوله نارينه دي، نيوکې کوي چې پکې د افغانستان نورو سياسي او قامي ډلو ته برخه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان د پاره د روس ځانګړي استاذي ضمير کابلوف هم د نهې په ورځ دطالبانو په رسميت د پېژندلو د پاره د روس دريزپه ډاګه کړو، "د دې کار د پاره به لومړی شرط په حکومت کې د افغانستان هره ټولنه او سياسي ډله شاملول وي،مونږه دا خبره ښه په ډاګه کوو."
ښاغلي کابلوف دا خبره د نهې په ورځ د روس په سرکاري ټېلي وژن کړې او زياته يې کړه، "چې څنګه داسې اوشي نو مونږه به په دې خبره سنجيده بحث شرو کړو او عملي ګامونه به واخلو، دې ته به نه ګورو چې امريکا يا کوم بل ملک به څه وايي"
هر څه که په طالبانو نيوکې کېږي چې حکومت يې ټول شموله نه دی خو طالبان دغه نيوکې ردوي او وايي د دوي په حکومت کې هرې سياسي او قامي ډلې ته نماېندګي ورکړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت لس مياشتې اوشوې خو تراوسه يې د جينکو سکولونه بند ساتلي دي محسن امين د افغانستان د پاليسۍ څيړونکې او تحقيق کونکی دی په يو ټويټکې ليکي، " لس مياشتې وروسته نن هم واضحه نه ده چې طالبان به څنګه حکومت کوي په هېواد تورې لړې خورې دي اونړيوالو بنديزونو دغه کشاله نوره هم سنګينه کړې ده.
نوموړي په يو بل ټويټکې ليکلي چې د طالبانو د لاسه شل لاکه افغانې جينکۍ د تعليم نه بې برخې پاتې دي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په څوېښت ميلينه وګړو کې نيمايي د خوراک د سخت کمي سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتيا لري د دې ترڅنګ يولس لکه ماشومان هم د خوراک د کمي ښکار دي.