روسي چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل یوکرېن د روس په سراتوف سیمه د ډرون اجتماعي حمله وکړه او یوې صنعتي علاقې ته يې نقصان ور ورسوولو.
د سراتوف سیمې ګورنر رومن بوسرګېن وویل د یوکرېن په حمله کې د سراتوف او اېنګلېز ښارونه په هدف شوي وو. په دې علاقه کې د روس د بمبار جهازونو یو مرکز هم موجود دی.
د یوکرېن د پوځ جنرل سټاف د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل یوکرېني ځواکونو په اېنګلز کې د تېلو هغه ډېپو وویشتلو چې د هوايي پوځ مرکز ته تېل روکوي.
د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو په سراتوف سیمه کې د یوکرېن ۱۱ ډرونز راغورځول خو دا یې و نه وېل چې ایا څه نقصان هم شوی دی او که نا؟
د یوکرېن د ډرون حملې زیاتره د روس دننه د یوکرېن د سرحد سره په نږدې سیمو کې کېږي خو ځینې حملې د یوکرېن د سرحد نه په لرې علاقو کې هم وي. سراتوف د یوکرېن د سرحد نه ۴۵۰ کلومېټره په فاصله پرته علاقه ده.
د روس د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کرسک، روستوف، بېلګوروډ، برېنسک، کرېسنودار، وولګوګرېډ او د ازو سمندر په سیمو کې يې هم د یوکرېن ۲۱ ډرونز تباه کړي دي.
د یوکرېن پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېره شپه روس د یوکرېن په مرکزي علاقو کې د ۶۴ ډرونز حمله وکړه. یوکرېن وویل ځواکونو يې د روس ۴۱ ډرونز تباه کړل.
د یوکرېن په سېمی سیمه کې چارواکو وویل د روس په ډرون حمله کې یو کور ته نقصان ورسېدو او د یو تن زخمي شو.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي
Forum