لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي اوکراین ته د مغربي ملکونو وسله به تاوتریخوالی او جګړه نوره زیاته کړي 


اوکراین ته د امریکې په متوقع نوي امداد کې د ټېنک ضد جېولن نومې وسله، د ډرون او د توپخانې ضد نظامونه، بکتر بند موټرې، د مواصلاتو الات او د دریو هسپتالونو جوګه طبې شیان شامل دی
اوکراین ته د امریکې په متوقع نوي امداد کې د ټېنک ضد جېولن نومې وسله، د ډرون او د توپخانې ضد نظامونه، بکتر بند موټرې، د مواصلاتو الات او د دریو هسپتالونو جوګه طبې شیان شامل دی

روس د شورو، چهارشبې، په ورځ وویل اوکراین ته د مغربي ملکونو هغه ډول وسله چې د اوږدې فاصلې پورې هدف ويشتلی شي د روسي ځواکونو مخه به و نه نیول شي خو تاوتریخوالی او جګړه به نوره زیاته کړي.

دغه خبره د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف په داسې حال کې کړې چې رپورټونه وايي امریکا تیاری کوي چې اوکراین ته د اوږدې فاصلې پورې هدف وېشتونکي مزایل ورکړي.

د پېسکوف د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د امریکې د تجارت وزارت روس ته ډرون ورکولو په سر د ایران په اووه کمپنو پابندۍ لګولي دي.

روېټرز خبري ادارې په دې اړه خبر د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا ممکنه ده چې د "ګراونډ لانچډ سمال ډاېیامېټر بام" نومې یا د ځمکې نه چلېدونکی د وړې کرې بم وسله اوکراین ته ورکړي چې په رسمي ډول اعلان یې دا هفته متوقع دی. دغه وسله تر 150 کلومېټرو پورې فاصله کې هدف ویشتلی شي.

اوکراین ته د امریکې په متوقع نوي امداد کې د ټېنک ضد جېولن نومې وسله، د ډرون او د توپخانې ضد نظامونه، بکتر بند موټرې، د مواصلاتو الات او د دریو هسپتالونو جوګه طبې شیان شامل دی.

د اوکراین صدر مشیر مېکایلو پودولیاک د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د جنګ هره مرحله مخصوص وسلو ته ضرورت لري.

هغه وویل د اوکراین د همکارانو یو اتحاد ټېکنونه ترلاسه کولو او د دې په چلولو کې د هېواد مرسته کوي او د اوږدې فاصلې مزایل او د جنګي جهازونو په اړه خبرې دوام لري.

د اوکراین د دفاع وزیر اولېسکي رېزنېکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې فرانس به هوېټرز، هوايی دفاعي نظام، تېل او د اوکراین ځواکونو ته تربیت ورکوي. رېزنېکوف یوه ورځ فرانسوي چارواکو سره خبرې کړي دي.

تېره هفته امریکې او جرمني اوکراین ته د ټېنکونو ورکولو اعلان وکړو.

د اوکراین خارجه وزیر دمېترو کولیبا د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل تر 12 پورې ملکونو اوکراین ته قریباً 100 ټنکونه د ورکولو لوظ کړی دی.

اوکرایني چارواکو د مغربي اتحادیانو نه غوښتلي چې اوکراین ته دې جنګي جهازونه هم ورکړي خو لا یې دغه غوښتنه نه ده منل شوي.

په ایراني کمپنو د امریکې د تازه بندیزونو په اړه په متحده قومونو نیویارک کې د ایران استازي دفتر وویل بندیزونه د ایران د ډرون جوړلو په صلاحیت اثر نه کولی ځکه چې ټول ډورن د ملک دننه جوړېږي. ایراني دفتر وویل داسې کوټلي شواهد موجود دي چې ښښي کوم ډرون چې په اوکراین کې راغورځول شوي دي‌ او پکې د مغربي ملکونو جوړې برخې استعمال شوي د ایران نه دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG