لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي چارواکي وايي اوکرين په بلگوروډ مرګونی بريد کړی، په کييف روس حمله کړې


زېلېنسکي وايي په دوه کلن جنګ کې د اوکرين پوځ وکړی شول چې خپل وړمبي جنګي سنګرونه وساتي او تور سمندر ته د لاس رسي دفاع وکړي.
زېلېنسکي وايي په دوه کلن جنګ کې د اوکرين پوځ وکړی شول چې خپل وړمبي جنګي سنګرونه وساتي او تور سمندر ته د لاس رسي دفاع وکړي.

د روسي چارواکو په وينا د اوکرين لخوا د روس په بلگوروډ سيمه کې د شورو، چهارشنبې په ورځ شوې ګوله بارۍ کې کم نه کم يو تن وژلی شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د سيمې ګورنر وياچېسليف ګلاډکوف په ټيليګرام ويلي بريد د اوکرين پولې ته نزدې په شېبېکينو کلي شوی.

ګلاډکوف وايي د شېلېنګ د لاسه يو شمېر د اوسېدو وداني وران شوي. د اوکرين پوځ د شورو په ورځ ويلي د روس په شپږو ميزايلو کې يې پينځه او څلېرويشت ډرون ټول په ټوله راغوزولي چې تېره شپه يې په حمله کې کارولي وو.

اوکريني چارواکو ويلي دغه روسي وسلې يې په نېپروپېټروسک، خارکييف، کييف، پولټاوه، وېنېټسيا او زاپورېژيه سيمو کې په نخښه کړي. دا بريد د اوکرين د ولسمشر زېلېنسکي په جرمني کې قانون سازانو ته د وينا يوه ورځ وروستو شوی چې هغه پکې د يورپ د اوږدو جنګونو تاريخ بيان کړی او وايي دغې جنګونو څنګه د يورپ خلک د امن نه بې برخې کړي وو.

زېلېنسکي وويل “ځکه خو د يورپ دا خواهش نور نه نور قوي شوی چې دا به د کلتور يو براعظم وي، اړينه ده چې د خلکو براعظم وي، اړينه ده چې بې جنګه بې جدله براعظم وي. زه په يو داسې يورپ يقين لرم”.

د اوکرين مشر وويل د روس صدر ويلاډيمير پوټين دې په اوکرين د روس لخوا په ورتپل شوي جنګ خامخا ذمه وار وګرځول شي.

زېلېنسکي وايي “د معامېلو کولو وخت تېر دی او دا هغه وخت وشول کله چې پوټين د ښارونو سوځول پيل کړل او قاتلانو ته يې جايزې ورکړلې. کله چې هغه د لوظنامو په ځای وژل غوره کړل”.

زېلېنسکي وړمه ورځ د جرمني لخوا راجوړ شوي د بيا ابادۍ کانفرنس ته په وينا کې د هوايي دفاع په مظبوطولو او د اوکرين د توانايۍ د نظام په بيا جوړولو ټينګار وکړو. هغه وويل د ژمي نه راپه دېخوا د روسي ډرون او ميزايلو په بريدونو کې د هېواد د توانايۍ پيدا کولو نيم په نيمه صلاحيت تباه کړی شوی دی.

هغه وويل په دوه کلن جنګ کې د اوکرين پوځ وکړی شول چې خپل وړمبي جنګي سنګرونه وساتي او تور سمندر ته د لاس رسي دفاع وکړي.

زېلېنسکي وايي “د روس تر ټولو غټ سټريټيجېک لاس بری او توان د هوا د لارې دی. دا د ميزايلو او بمونو ترهګري ده چې د روسي ځواکونو په زمکه په وړاندې تلو کې مرسته کوي. هوايي دفاع يې ځواب دی”.

ځينې معلومات په خبر کې د ای اېف پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG