لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: پوټین د ریفرنډم پاس کېدو وروسته تر 2036 کال صدر پاتی کېدی شي


د پوټین د صدرات موده په 2024 کال کې پای ته رسي خو هغه اوس کولائ شي چې په اساسي قانون کې د نوي بدلون له کبله د دوه نورو شپږ شپږ کالو مودو دپاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي
د پوټین د صدرات موده په 2024 کال کې پای ته رسي خو هغه اوس کولائ شي چې په اساسي قانون کې د نوي بدلون له کبله د دوه نورو شپږ شپږ کالو مودو دپاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي

د روس رایې ورکوونکو په لوی کچه په آیین یا اساسي قانون کې د بدلونونو د ریفرنډم ملاتړ کړی چې ترمخه ېې صدر ولادی میر پوټین تر 2036 کال په واک کې پاتې کېدی شي.

د پوټین د صدرات موده په 2024 کال کې پای ته رسي خو هغه اوس کولائ شي چې په اساسي قانون کې د نوي بدلون له کبله د دوه نورو شپږ شپږ کالو مودو دپاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي.

د روس اوسنی اساسي قانون له مخې صدر پوټین د هغه اوسنی شپږ کلنه موده په 2024 کال کې پای ته رسېدو وروسته خپله څوکۍ پریږدي.

د روس مرکزي الیکشن کمېشن په وینا تقریبا ټولی رایې شمیرل شوي دي چې تر یوې اونۍ په دوران کې ترسره شوې ، او78 فیصده رایې ورکوونکو په اساسي قانون کې د بدلون کولو او 21فیصده رایې ورکوونکو یې په مخالفت کې رایې وکارولې.

د روس پارلېمان څو هفتې وړاندې په اساسي قانون کې د بدلونونو منظوری ورکړی وه خو صدر پوټین غوښتل چې رایې ورکوونکو نه د ریفرنډم يا ټولپوښتنې سره د دغه بدلونونو قانونې حیثیت منظوری واخیستل شي.

ریفرنډم په اصل کې د اپریل 22 لپاره ټاکل شوی و خو د کرونا ناروغۍ له امله وځنډول شو. روس د هغو هېوادونو څخه دی چې د وایرس لخوا ډیر ځپل شوي دي.

په اساسي قانون کې د دوه ځله د نورې مودې دپاره صدر جوړیدو د بدلون نه علاوهخواوشا 200 نور بدلونونه شامل دي چې پکې د لږترلږه پنشن، هم جنس ودونو بندیز او په خدای د روس خلکو د اعتقاد تائید شامل دي.

د الیکشن کمېشن مشر ایلاپیم فلووا ویلي چې په اساسي قانون کې د بدلونونو ریفرنڈم د روڼولي لپاره چارواکو ډېر محنت کړی دی.

اپوزیشن په حکومت رایو کې د درغلیو تورونه لګولي دي.

په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د ریفرنډم څارنه کونکي د یوې غېردولتي موسسې مشر ګولوس ویلي چې رایې اچولو پرمهال یو شمېر بې نظمۍ شوې ، چې وروسته د ټولپوښتنې د نتیجو د قانونیت په اړه څه نه شي ویلائ.

مدنې ټولنو غړو په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د ریفرنډم پرضد د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ماسکو په ریډ اسکوائر کې احتجاج وکړو چې پولیسو یو شمېر احتجاج کونکي نیولي هم دي.

د جنورۍ په میاشت کې د روس وزیراعظم دمیتري مېدوېدیف په یو ناڅاپي اقدام کې د خپلې ټولې کابینې سره مستعفي کېدو اعلان کړی وو چې په اساسي قانون کې د بدلونونو لار ورسره اسانه شوه .

پوټین 2000 کال اول ځل د روس صدر جوړ شو.

پوټین چې اوس مهال 67 کلن دی کولائ شي د 80 کلونو په عمر کې هم صدر پاتې شي.

پوټین د دې وړاندې هم دوه ځله صدر پاتې کېدو شرط نه د یوې مودې لپاره د وزیراعظم جوړید سره ځان بچ کړو، په دغه وخت مېدوېدیف صدر جوړ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG