لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسيې او د ترکيې ولسمشران له اوکراین څخه د غنمو پر لېږلو خبرې کوي


د روسيې ولسمشر پوتین، د ایران ابراهیم رییسي او د ترکي رجب طیب اردوغان
د روسيې ولسمشر پوتین، د ایران ابراهیم رییسي او د ترکي رجب طیب اردوغان

د روسيې ولسمشر ولادیمر پوتین نن د جولای په ۱۹مه د ایران په سرښار تهران کې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیده کاته کوي او ټاکل شوې دا مشران له اوکراین څخه د غنمو پر لیږلو بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې، اوکراین، ترکیې او ملګرو ملتونو تر منځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او تړون ته نيږدې شوي دي چې له اوکراین څخه د غنمو وتلو ته اجازه ورکړل شي، خو په دې پړاو کې د اعلانولو لپاره څه نه شته. هغه وویل چې سرمنشي انتونیو ګوټرېش چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې استانبول ته سفر وکړي.

دا پر اوکراین تر یرغل کولو وروسته د پخواني شوروي اتحاد له هیوادونو بهر د ولسمشر پوټین لومړی سفر دی.

ګوترېش د دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو په وینا د روانو خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې.

بل لور ته د امریکا د خزانې وزیر جینت ییلن نن د سې شنبې په ورځ د روسیې د تیلو د صادراتو د بیې د کمولو غوښتنه وکړه او پر هیوادونو یې غږ وکړ چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر ضد متحد شي.

اخوا د اوکراین پوځ نن د جولای په ۱۹مه وویل چې د روسیې بریدونه د هیواد په ډیرو برخو کې دوام لري، سومي سیمه کې ګولۍ ورول کیږي، همدارنګه په مایکولیف کې چاودنې او په اودیسا کې د توغندیو بریدونه دوام لري.

په همدې حال کې چارواکو په اوډیسه ښار کې د میزایلي برید او پکې د ولسي خلکو د ژوبل کېدو رپوټونه ورکړي دي.

زېلېنسکي وايي اوس د روسي ځواکونو لپاره په اوکرایني خاوره نیول شوي ځایونه ټینګول ډیر ګران شوي دي.

د برتانیا د دفاع وزارت هم په خپل استخباراتي رپورټ کې وویل، د روس ټاکل شوی هدف دا دی چې د اوکراین د دونیڅک سیمې ختیځه برخه ونیسي. خو د دې رپورټ ترمخه که څه هم روسي ځواکونه د دې سیمې ځینې برخې نیولی شي خو که په جنګ کې وقفه او خپل ځواکونه بیا منظم نه کړي نو د عملیاتو تېزوالی او پرمختګ به یې ډیر کم وي.

بل پلو په واشنګټن کې، د اوکراین لومړۍ میرمن اولینا زیلینسکا به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټني بلینکن سره د لیدنې یوه ورځ وروسته په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له لومړۍ میرمن جیل بایډن سره وګوري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل چې انټني بلینکن مېرمن زیلینسکا ته د اوکراین سره د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ او د لومړۍ میرمنې د کار ستاینه یې وکړه چې اوکراین کې د جګړې له امله زیانمن شوي ملکي خلکو سره مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG