د یوکرېن چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روس تېره شپه د یوکرېن په ګڼ شمېر علاقو د ډرون حملې وکړې او د روس په حملو کې په خارکیف ښار کې یو مارکېټ ته د نقصان ورسېدلو.
د خارکیف ګورنر په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل په خارکیف کې د روسي ډرون ملبې د بجلۍ تارونو ته نقصان ورسوولو.
د یوکرېن پوځ وویل د هوايی دفاع ځواکونو يې د روس د ۷۷ څخه ۵۶ ډرونز راوغورځول. روسي ډرونز په چېکسي، چرنېف، ډېنېپروپېټروسک، خارکیف، کییف، اوډیسا، پولټاوا، سامی، وېنېسټیا، ژاپروژیا او په زیتومر سیمو کې راوغورځول شوو.
د ډېنېپروپېټروسک ګورنر وویل روسي ډرونز په سیمه کې ۱۰ کورونو ته نقصان ورسوولو.
د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تېره شپه یې د یوکرېن ۲۸ ډرونز تباه کړل. وزارت وویل
د یوکرېن ډرونز د ازو سمندر، روستوف، کرېسنودر او اسټراخان سیمه کې تباه کړی شول.
د بلګورود ګورنر وویل په سیمه کې د ډرون په حمله کې یو موټر ولګېدو او درې کسان يې ووژل.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum