لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 روس د توانای وزیر وايي پاکستان ته تېل ورکولو دپاره معاهده به زر لاس لیک شي


 شولګینوف او ګڼ شمېر نور روسي چارواکو په اسلام  اباد کې پاکستان سره د تجارت او اقتصادي همکارۍ په زیاتولو خبرې وکړې
 شولګینوف او ګڼ شمېر نور روسي چارواکو په اسلام  اباد کې پاکستان سره د تجارت او اقتصادي همکارۍ په زیاتولو خبرې وکړې

د روس د توانای وزیر نېکولای شولګینوف ویلي پاکستان خام تېل او د پېټرولو منصوعات ورکولو دپاره معاهده به زر لاس لیک کړی شي.

شولګینوف پاکستان سره د توانای د معاهدې اعلان د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پاکستاني مامورینو سره د خبرو وروسته په خبري کانفرنس کې وکړو.

شولګینوف او ګڼ شمېر نور روسي چارواکو په اسلام اباد کې پاکستان سره د تجارت او اقتصادي همکارۍ په زیاتولو خبرې وکړې.

روس د توانای وزیر وویل پاکستان ته تېل ورکولو دپاره معاهده کې به د تېلو د پېسو د ادایګۍ، بیمې او د تېلو د انتقالولو تفصیلات حل کړی شي. هغه زیاته کړه چې دغه مسلې د معاهدې په حتمي پړاو کې دي.

هغه وویل معاهده به مارچ تر اخېره سر ته ورسول شي.

هغه زیاته کړه چې روس او پاکستان موافق شوي چې پاکستان به د تېلو ادایګي د ملګر ملکونو په کرنسۍ کې کوي خو په دې اړه یې تفصیل وړاندې نه کړو.

پاکستان د تېلو زیارتره برخه د بهر نه درامد کوي او روسي وزیر پاکستان سره د تېلو د معاهدې اعلان په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د زر مبادله ذخیره څلور اشاریه شپږ بېلڼ ډالرو ته رسېدلي ده چې پاکستان پې صرف د دریو هفتو درامدات چې زیاتره تېل دی،‌ کولی شي.

پاکستان د روسي تېلو لوی خریدار نه دی پاتې شوی او زیاتره تېل د سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو نه اخلي.

روسي مطبوعاتو د جمعې په ورځ‌ د پاکستان د توانای وزیر مملکت مصدق ملک له قوله وویل چې هېواد يې هر کال 70 مېلین بېرل تېل درامد کوي او غواړي چې د تېلو د درامداتو 35 فیصد برخه د روس نه واخلي.

یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد کې د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG