لاس رسیدونکی لینک

 
اوکرایني چارواکي وايي په جنوبي ښار مېکولېو د روس په مزایل حمله کې یو تن وژل شوی
تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي په جنوبي ښار مېکولېو د روس په مزایل حمله کې یو تن وژل شوی


د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي په ټېلګرام خپل پېغام کې وویل مېکولېو په څلورو مزایل وېشتل شوی و چې د تور سمندر نه چلول شوي وو
د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي په ټېلګرام خپل پېغام کې وویل مېکولېو په څلورو مزایل وېشتل شوی و چې د تور سمندر نه چلول شوي وو

اوکرايني چارواکو ویلي د هېواد په جنوبي ښار مېکولېو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس په مزایل حمله کې یو تن وژل شوی او ۲۳ نور کسان زخمیان شوي دي.

د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي په ټېلګرام خپل پېغام کې وویل مېکولېو په څلورو مزایل وېشتل شوی و چې د تور سمندر نه چلول شوي وو.

روسي مزایلو ځینو کورونو او ودانیو ته نقصان رسوولی. روس د دې خبرې تردېد کوي چې حملو کې ملکي هدفو وولي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نېټو مشر ینس سټولټنبرګ په برسلز کې خبري غونډې ته وویل چې نېټو د اوکراین نهه بکتر بند برېګېډ تربیه کړي دي.

سټولټنبرګ د زېلېنسکي او د چین صدر شي جن پېنګ د خبرو هرکلی وکړو.

زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ شي سره د خبرو تصدیق وکړو.

زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ شي سره د خبرو تصدیق وکړو
زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ شي سره د خبرو تصدیق وکړو

د شي او زېلېنسکي د خبرو په اړه د وي او ای د سفارتي چارو خبریاله سېنډي سېن وايي دا خبرې په داسې حال کې شوي چې په اوکراین کې بمبارۍ او تباهۍ دوام لري.

چین دا اعلان هم وکړو چې د اوکراین شخړه هواورلو دپاره به اوکراین او نورو ملکونو ته استازی استوي.

چين د خارجه وزارت چارواکي یو جون وویل د چین حکومت به د یورېشین چارو دپاره خصوصي استازی اوکراین او نورو ملکونو ته لېږي چې د اوکراین مسلې د سیاسي دپاره د ټوولو ډلو سره په ژورې رابطې وکړي

په واشنګتن کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي هم د شي او د زېلېنسکي د خبرو هرکلی وکړو او ويې وېل شي او د چینايي مامورینو دپاره ضروري ده چې د هغه په قول د روس د غیرقانوني او بغیر د اشتعال یرغل نه ځانونه خبر کړي.

د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زخاروه وویل ماسکو په پراخه کچه د چین دریځ سره اتفاق لري خو تر ټولو خنډ د هغې په قول د اوکراین غیرحقیقي مطالبې دي.

شي د مارچ په میاشت کې د روس دوره وکړه او د روس صدر ولادېمېر پوټن سره يې وليدل. بېجنګ په اوکراین د روس د یرغل غندنه نه ده کړې او نه يې هم اوکراین نه د روسي ځواکونو د انخلا مطالبه کړې بلکې وايي اوړنده ډلې دې د ضبط نه کار واخلي. چین په نېټو هم الزام لګوي چې جنګ ته يې لمن وهلې.

شي د مارچ په میاشت کې د روس دوره وکړه او د روس صدر ولادېمېر پوټن سره يې وليدل
شي د مارچ په میاشت کې د روس دوره وکړه او د روس صدر ولادېمېر پوټن سره يې وليدل

د دې خبرو په بنیاد ځېني څېړونکي ډیر اعتماد نه لري چې چین امن دپاره د ثالثۍ کردار ادا کولی شي.

د کېتلېک یونېورسټي اف امریکا مایکل کېمېج وي او ای ته وايي دا هېڅ امکان نه لري چې په اوکراین کې جنګ د ختمولو دپاره به چین څه ګټه ور سفارتي جوکاټ وړاندې کړي.

په عین حال کې د روس د حزب اختلاف مشر الېکسي نوالني د شورو، چهارشبې، په ورځ وویل هغه ته ترهګرۍ په الزاماتو د عمر قید سزا ورکړی کېدلی شي. چارواکي په هغه د نوي مقدمې تیاری کوي. د انساني حقونو تنظيمونه او حکومتونه د نوالني د ازادۍ غوښتنه کوي او وايي په هغه غیر منطقي الزامات لګول شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د سفارتي چارو خبریالې سېنډي سېن او ځینې جزویات يې د روېټرز، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG