لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي ځواکونه د سوله ساتو په نامه د یوکراین ختیځ ته ننوتي


په دونیڅک کې د فیبروۍ په ۲۲ نېټه د ښکاره شویو رورسي ټانکونو څخه اخېستل شوی انځور
په دونیڅک کې د فیبروۍ په ۲۲ نېټه د ښکاره شویو رورسي ټانکونو څخه اخېستل شوی انځور

واشنګټن – روسي ټانکونه د نهې یا سې شنبې په شپه د سوله ساتو ځواکونو تر نامه لاندې د یوکراین په ختیځ کې هغو دوو سیمو ته ننوتي دي چې ماسکو تېره ورځ د اته کلن کنټرول وروسته د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.

د روس ولسمشر په دې اړه خپلو خبرو کې د یوکراین په نامه د یو هېواد شتون رد کړی دی او ویلي یې دي چې یوکراین په تاریخي توګه د روس سیمه وه.

په کیف کې وېره ښودل کېږي چې دغه روسي ځواکونه به اوس یا وروسته د یوکراین د دونیڅک له سیمې څخه نورو سیمو ته هم خپاره شي.

لویدیځو ډپلوماټانو د دونیڅک په سیمه کې د روسي ټانکونو ښکاره کېدل تایید کړي دي.

استرالیا هم له امریکا، برتانیې او نورو هغو هېوادونو سره یوځای شوی دی چې خپل سفارتونه یې د پولېنډ پولې ته څېرمه نورو خوندي‌ ځایونو ته انتقال کړي دي.

په روس باندې د امریکا او برتانیا لخوا د بندیزونو اعلان:

ټاکل شوې ده چې امریکا او برتانیه به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د روس په وړاندې نور بندیزونه اعلان کړي او اروپايي هېوادونه د خپل غبرګون په تیارولو باندې کار کوي.

دا نوي بندیزونه وروسته له هاغې اعلانېږي چې د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین د روس تر ولکې لاندې د دونيڅک او لوهانسک په نامه د یوکراین ختیځې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه وپېژندې. په دې اړه نور حال د مجاهد جواد په راپور کې اورئ

د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره د ټیلیفون له لیارې د زیاتو جزیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه خو وویل، چې په نورو بندیزونو کې به له روس سره د نړیوال قانون، د یوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د تیري او خپله د روس له نړیوالو ژمنو څخه د سرغړونې له امله حساب وشي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس د خپل حکومت لخوا د غبرګون ښودلو په اړه ورته ژبه کارولې ده او د فرانسې او جرمني استازو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته د سختو بندیزونو په اړه د تیاري‌ خبر ورکړی.

امریکايي‌او اروپايي متحدینو د اونیو راهیسې خبرداری ورکړی وو چې که چېرې روس په یوکراین باندې نوی یرغل وکړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي.

روس د یوکراین له پولې سره ۱۵۰۰۰۰ سرتیري او پوځي وسایل ځای پر ځای کړي دي.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پوتین لخوا د بیلتون غوښتونکو سیمو په رسمیت پېژندلو او په دغو سیمو کې د سوله ساتو ځواکونو تر نامه د خپلو سرتېرو ګمارلو په غبرګون کې لومړی دور بندیزونه د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان کړل.

د بایډن د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته وویل، چې لومړی دور بندیزونه یواځې ددغو ګامونو پرضد اعلان شوي او په لا نورو سختو اقتصادي بندیزونه باندې هم له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همغږۍ غور کوو که روس په یوکراین نور هم یرغل وکړي.

د بایډن په حکم کې امریکایان له دې څخه منعه شوي چې په دغو سیمو کې نوې پانګونې، سوداګري او مالي کارونه وکړي.

یو جګ پوړي امریکايي چارواکي‌ ویلي، "دا یواځې د روس د امنیت په اړه خبرې نه وې." بلکه "دا د یوکراین د خپلواکۍ په وړاندې یو برید وو. پوتین دا په ډاګه کړه چې یوکراین په تاریخي توګه د روس ‌ځمکه وه او ځینې داسې غلطې ادعاوې یې وکړې چې په یوکراین خپل پوځي برید ته لاره هواره کړي. دا خبرې روسانو ته د جګړې د مشروعیت ورکولو لپاره شوي."

امریکايي چارواکو دا نه دي ویلي چې ایا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټونیو بلنکن او د روس د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف د دې اونۍ په وروستیو کې لیدنه لا تر اوسه پر ځای پاتې ده او که نه.

د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ دا لیدنه د پوتین او د بایډن ترمنځ د یوې سرمشریزې د جوړېدو لپاره کېدله او امریکا ویلي وو چې له دواړو څخه اټکل داسې کېده چې په یوکراین باندې به برید و نه کړي.

امریکايي چارواکو ویلي وو چې تر هغو پورې به ډپلوماسۍ ته دوام ورکوي چې ټانکونه خوځېدلې نه وي او مونږ په دې کې ګنګس نه یو چې نور به څه کېږي او دې ته تیار یو چې د اړتیا په صورت کې پرېکړنده ځواب ورکړو.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د روس لوری لا تر اوسه هم مذاکراتو ته تیار دی.

ټاکل شوې ده چې بلنکن به د یوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا سره د نهې یا سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې وویني او یو ځل بیا به ورته د واشنګټن د کلک ملاتړ په اړه ډاډه ورکړي.

بایډن د جرمني او فرانسې له مشرانو او د یوکراین له ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي سره په جلا توګه د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرې وکړې.

په دواړو خبرو کې سپینې ماڼۍ وویل، چې یادو رهبرانو د ولسمشر پوتین لخوا د یوکراین د بېلتون غوښتونکو سیمو په رسمیت پېژندنه په کلکه غندلې ده.

کرملن وویل، پوتین د ګل یا دوشنبی په ورځ د فرانسې او جرمني مشرانو ته لومړی د خپلې پرېکړې په اړه خبر ورکړ او وروسته بیان پوتین بیا هغه اسناد لاسلیک کړل په کومو کې چې د دونیڅک او لوهانسک سیمې نورې د یوکراین څخه بیلې اعلان شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG