لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې په خپله باندينۍ او کورنۍ تگ لاره کې ترهگرگوندونه د آلې په توگه کارول اودوري: ساتهـ


د بهر میشتو پاکستانيانیو سازمان ساتهـ په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو، په میډیا د بنديزونو، د حراستي مرکزونو په موجودگۍ فکر مندي ښودلې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په خپله باندينۍ او کورنۍ تگ لاره کې ترهگر گوندونه د آلې په توگه پکارول بند کړي. د ساتهـ په اعلامیه کې ویل شوي:

"دپاکستان پوځ دې په بهرنۍ او کورنۍ تگ لارو کې د ترهگرو گوندونو د یوې آلې په توگه کارول خامخا ختم کړي"

کله چې د ساتهـ د شریک کوربه ډاکټر تقي نه ډیوه تپوس وکړو چې پاکستان چرته ترهگر گوندونه د آلې په توگه کاروي نو هغه اوویل څو میاشتې د مخه د افغان طالبانو مشر د پاکستان د استخباراتي ادارو د مشر او د پاکستان د خارجه چارو وزير سره وليدل. پاکستان دا کوښښ کوي چې په طالبان خپل واک په ځاي وساتي:

"طالبان د بلوچستان په کچلاغ کې موجود دي کورنۍ یې هم هلته دي، پاکستان اوس هم د طالبانو سره ولاړ دی"

Dr. Taqi co-founder SAATH forum
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

په سويلي اسيا کې د ترهگرۍ په ضد او د بشري حقونو او انصاف په حق کې د ودرېدلي دعوه کوونکي تنظيم دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په پینځمه په واشنگټن کې پای ته ورسیدله.

د غونډې په پریکړه ليک کې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې دې د بشري حقونو خلاف ورزۍ ودرول شي:

"د ساتهـ غړي په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو او د میډیا د مرۍ په خپه کولو فکرمند دي او د دې عمل مذمت کوي"

ساتهـ غوښتنه اوکړه چې پاکستان په اوسني نظام کې تمامو قامونو ته په یو شان واک ورکولو کې ناکامه شوی چې له کبله یې سیاسي او نسلي کینې سوا شوي دي.

په یوه بله غوښتنه کې ویل شوي چې د نوې عمراني معاهدې لاندې دې په پاکستان کې میشتو قامونو ته د برابرۍ برخې ورکړی شي او دټولو قامونو د وسایلو، ژبې او د کلتور خوندي پاتې کیدلو ضمانت دې ورکړی شي:

"د وفاقي واک په تقسیم کې دې په قدرتي وسیلو پوره اختیار او د اردو ژبې په شان نورې ژبې قامي وگرځول شي"

په پاکستان کې پښتو، سندي، بلوچي، براهوي، پنجابي چې ددغه وطن د قامونو ژبې دي ورته علاقاي ژبې ویل کیږي.

ساتهـ له پاکستانه مطالبه کړې چې د قامي امنیت زورگیره اداره دې ختمه کړي چې پاکستان د پوځي تگ لارو په نوم د پیژندل شوي ریاست په ځای د یو خوشاله، اذاد او په سیاسي توگه د مظبوط ریاست په توگه وپیژندل شي:

"امنیتي ادارې دې خپل ازیتي مرکزنه سمدټکه وتړي او د زرگونو په شمیره کې ښکيل کړی شوي کسان دې عدالتونو ته بوځي او که چري د هغوي په ضد څه قضیه نه وي نو نیول شوي کسان دې په غیر مشروطه توگه خوشي کړی شي.

ساتهـ غوښتنه کړې چې امنيتي ادارې دې د خلقو په زوره بې درکه کول خامخا بند کړي

خبریالی ګل بخاري ډیوه ته اوویل په پاکستان کې د بشري د سرغړونو نه علاوه د هیواد اولس د نورو یو شمیر چیلنجونو سره مخ دي

Gul Bukhari, journalist, activist
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

ساتهـ واي د خلقو په غیر قانونه بندي خانو کې د ساتلو او په زوره د بې درکه کولو او د ریاستي جبر ته د پای د ټکي اېښودلو په خاطر یوه داسې کمیشن جوړولو ته اړتیا ده چې د رېښتیاؤ پلټنې وکړي.

ساتهـ د پښتنو د بشري حقونو لپاره مبارزه کونکي تنظیم پي ټي ایم د غوښتو سره د اودریدلو غږ هم کړی:

"ساتهـ د پښتون تحفظ مومینټ د رښتیاو معلومولو د کمیشن د قیام د غوښتنې ملاتړ کوي"

ساتهـ له پاکستانه غوښتلي دي چې د عدالتونو د مهمو فیصلو په ضد دې خپل اپیلونه واپس واخلي د ساتهـ د اعلامیې تر مخه:

1- د پېښور هاي کورټ فیصله چې پکې د پوځي عدالتونو لخوا 70 کسانو ته د تر هگرۍ په تور کې د مرگ سزا فیصله معطله شوې وه ددې په ضد دې حکومت اپیل واپس واخلي.

2- د پېښور هاي کورټ فیصله چې پکې په خېبر پښتونخوا کې لانجمن ایکشن این ایډ قانون ختم کړی شوې وو ددې په ضد دې حکومت په سپريم کورټ کې د اپیل نه لاس په سر شي.

ایکشن ان ایډ کې پوځ ته د خلقو د نیولو او په بندي خانو کې تر نامعلوه مودې پورې ساتـلو بې ساری اختیار ورکړی شوې وو.

3- د سپريم کورټ فیصله چې پکې پخواني پوځي آمر ته د هیواد سره د غدارۍ په تور کې د مرگ سزا اورل شوې وه ددې په ضد دې حکومت اپیل نه کوي

ساتهـ د عدالتونو د فیصلو نه بغير د امنيتي ادارو د لاسه د خلقو د وژلو مذمت کړی دی او په ځانگړي ډول په پښتونخوا، بلوچستان، گلگت بلتستان او سند صوبه کې یې د ټولو بې درکو کړي شوو کسانو عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښته کړې.

ساتهـ په اباسين د دیا میر ډیم د جوړولو مخالفت سره سره دا هم غوښتنه وکړه چې د چین پاکستان اقتصادي لارې د منصوبې ته دې د گلگت بلتستان، پښتونخوا او او سند صوبې د خلقو د غوښتنو سره سم بیا کتنه اوشي. د ساتهـ تر مخه دا منصوبه یواځې چین ته گټه کوي.

ساتهـ په بلوچستان صوبه کې د پوځي عملیاتو د ختمولو غوښتنه وکړه.

ساتهـ واي په پاکستان کې امن په افغانستان او سیمه کې د امن سره تړلی دی.

ساتهـ وغوښتل چې پاکستان دې د خپلو ژورو مفاداتو په اساس جوړه خپله افغان تگ لاره بدله کړي


او د دواړو هیوادونو تر منځه دې نوې اقتصادي ، سماجي او همفکره شریکه تگ لاره جوړه کړي.

د پاکستان حکومت د ساتهـ تورونو او غوښتنو ته سمدټکه ځواب نه دی ویلی خو تېر کال په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو وروسته د پوځ ادارې ويلي ؤ چې دوی د کوم گوند د گټې دپاره کار نه دی کړی بلکې په هېواد کې يې د پرامنه انتخاباتو په سر ته رسولو کې بشپړه کردار ادا کړی دی.

د پاکستان د پوځ اداره دا هم وايي چې په هېواد کې پارلیمان، عدالتونه او مطبوعات ازاد او په خپله خوښه کار کوي.

پاکستان دا تور هم ردوي چې هیواد کې وسله وال د نورو په ضد د آلې په توگه کارول کیږي.

په حسېن حقاني او د هغه په ځينې ملګرو د پاکستان ځينې ليکوالانو او ادارو تورونه پورې کړي چې حقاني او د هغه ملګري د غليم په لمسه د پاکستاني ادارو د بدنامولو لپاره کار کوي.

د ساتهـ په غونډه کې د پاکستان څخه سیاست وال او پخواني سنيټر افراسیاب او د وتلي خبريال راشدرحمان، نه علاوه فعالې ګلالۍ اسماعیل، خبریالې ګل بخاري او خبریال طحه صديقي، د کېنېډا څخه د پښتون کونسل کېنېډا صدر سراج خان او غړي جهانګير بخاري، جوهر لونګين، د پشتون ګلوبل ډايسپورا نماينده پروفېسر زبېر مسيد او د پشتون کونسل امریکا صدر رسول محمد او یو شمیر نورو هم ګډون وکړو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG