لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د ځينو تګلارو د مخالفينو ‌‌‌‌‌‌ډلې "ساتهـ" د انلاين غونډې په مهال په پاکستان کې ټوېټر غېر فعال وو


نن چې کله د پاکستان د ځينو تګلارو د مخالفينو ‌‌‌‌‌‌ډلې، ساتهـ په يوه انلاين غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د پي.ټي.اېم د غړي عارف وزير د وژنې د خلکو د جبري بېدرکۍ د غندلو او 18م ايني بدلون په اړه خبرې پېل کړې نو په پاکستان کې د ټوېټر، زووم او پیرسکوپ لېکې [نېټ ورکس] غېر فعالې کړل شوې وې.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه د اتوار په ورځ خوا وشا لس بجې په پاکستان کې ټوېټر تړل شوې وو او ټاپ ټرینډ روان وو چې ټویټر بند دی.

هم دغه وخت یعني څه د پاسه لس بجې ساته یو ټویټ وکړو چې د هغوي ان لاین غونډه پیل شوه.

د بهر میشتو پاکستانيانیو سازمان ساتهـ په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو، په میډیا د بنديزونو او د بشري حقونو لپاره د کارکونکو په وژلو فکر مندۍ ښودلي.

په سويلي اسيا کې د ترهگرۍ په ضد او د بشري حقونو او انصاف په حق کې د ودرېدلي دعوه کوونکي تنظيم ساتهـ دا غونډه د کرونا وایرس د وبا په ورځو کې په ان لاین بڼه کیدله چې د پاکستان په وسنۍ تګ لاره نیوکې کونکو په کې د امریکا په شمول د نړۍ د یو شمیر هیوادونو څخه ګډون کولو.

د ساتهـ د غونډې په مهال چې د ټویټر د تړلو خبرونه په مطبوعاتو کې راغلل نو ګنګوسې خپرې شوې چې ددې کار ممکنه علت د ساتهـ د خبرونو مخه نیول دي.

ټوېټر په دې حقله تر اوسه کوم رسمي بیان نه دې ورکړې چې ددې بندیز اصلي علت څه وو.

د ساتهـ په غونډه کې د پاکستان په مشرانو تنقید وشو چې حکومت د این ایف سي ایوارډ په پرده کې اتلسم ایني تر میم له منځه وړل غواړي.

تر اوسه دپاکستان حکومت په رسمي توګه دې غبرګونونو ته څه جواب نه دی ویلی خو حکومتي چارواکي وخت په وخت دغه ترمیم کې د اصلاحاتو اشارې کوي.

د پاکستان د وړو صوبو په ګټه اتلسم اییني بدلون د پیپلز ګوند په تېر حکومت کې پارلمان منظور کړی وو چې تر مخه یې نه ېوازې هېواد د صدارتې نظام نه پارلماني نظام ته اړول شوې ؤ بلکې په ملکي دستور کښې د وړو ایالتونو لپاره ټاکل شوې خپلواکي هم ایالتونو ته ورکړل شوی وه .

د ساتهـ غونډې ته په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني وویل پاکستان دې د زغم، جمهوریت او وفاقیت په بنیاد نوې تګ لاره خپله کړي.

هغه وویل چې د پاکستان اولس ته د ایني حقونو ورکولو سره به د پاکستان نور مظبوط شي.

په حسېن حقاني او د هغه په ځينې ملګرو د پاکستان ځينې ليکوالانو او ادارو تورونه پورې کړي چې حقاني او د هغه ملګري د غليم په لمسه د پاکستاني ادارو د بدنامولو لپاره کار کوي.

وتلي سیاست مدار او لیکوال افراسیاب خټک وویل چې د این ایف سي د کمیټۍ د ټاکلو نه برېښي چې ددې په شا غیر جمهوري طاقتونه دي.

پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي د مالیاتي کمېشن په جوړولو کې آيينې تقاضې نه دي پوره کړی شوي. هغه وویل په مالیاتي کمېشن کې د صوبو برخه کموول د صوبو د خپلواکۍ دپاره د ایین 18 ترمیم کمزوری کول دي.

د وزیراعظم د خزاني مشیر په مشرۍ کې کمېشن ته د څلورو واړو صوبو د خزانې وزیرانو ترڅنګ د هرې صوبې نه یو یو غیر حکومتي غړی ټاکل شوی دی.

د پاکستان صدر عارف علوي د صوبو او د مرکزي حکومت ترمنځ د قامي وسایلو د ویش دپاره لسم نېشنل فاینېنشل کمېشن ایوارډ، اېن اېف سي، جوړ کړی دی.

غونډې ته د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنک فعال محسن داوړ وویل چې د پاکستان پوځ د هیواد ټولې ادارې په موټي کې نیولي دي.

که څه هم ساتهـ او يو شمېر نورو تنظيمونه د پاکستان په پوځ تور پورې کوي چې جمهوري ادارې د خپل مټ لاندې ساتي خو پوځي مشرانو تل دغه تورونه رد کړي.

تېر کال په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو وروسته د پوځ ادارې ويلي ؤ چې دوی د کوم ګوند د ګټې دپاره کار نه دی کړی بلکې په هېواد کې يې د پرامنه انتخاباتو په سر ته رسولو کې بشپړه کردار ادا کړی دی.

بشر پالې ګلالۍ اسماعیل وویل چې د ریاست لخوا په سیمه کې د وسله والو تحریکونو په وجه د زرګونو په شمیر کې پښتانه بې کوره ژوند کوي.

ساتهـ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي ددې غونډې مقصد د بې وزلو د حقونو غږ اوچتول دي.
غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنک د امریکا صدر رسول محمد وویل چې ساته د عارف وزیر د وژنې مزمت کوي.

د ساتهـ ګډون والو غږ وکړو چې د بلوچستان صوبه کې د خلقو په زوره د بې درکه کولو لړۍ دې بنده شي

د ساتهـ په غونډه کې د پاکستان څخه سیاست وال او پخواني سنيټر افراسیاب نه علاوه وتلي څېړنکار ډاکټر تقي، خبریالې ګل بخاري, خبریال طحه صديقي، د کېنېډا څخه د پښتون کونسل کېنېډا صدر سراج خان او یو شمیر نورو هم ګډون وکړو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG