لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لټل ماسټر په نوم ياد : د هند سچن ټنډولکر کرکټ ته په مخه ښه وويل

ټنډولکر د کرکټ په تاريخ کې وړومبی لوبغاړی دی چې ۲۰۰ ټېسټ مېچونو کې اولوبېدو
ټنډولکر د کرکټ په تاريخ کې وړومبی لوبغاړی دی چې ۲۰۰ ټېسټ مېچونو کې اولوبېدو

د کرکټ په دنيا کې د لټل ماسټر په نوم ياد د هند سچن ټنډولکر نړيوال کرکټ ته په مخه ښه وويل . هغه د کرکټ په خپل کيرئير کې ۲۰۰ ټېسټ مېچونو کې اولوبېدو او ځانگړی ريکارډ يې جوړ کړو .


د کرکټ په دنيا کې د لټل ماسټر په نوم ياد د هند سچن ټنډولکر نړيوال کرکټ ته په مخه ښه وويل . هغه د کرکټ په خپل کيرئير کې ۲۰۰ ټېسټ مېچونو کې اولوبېدو او ځانگړی ريکارډ يې جوړ کړو .
د هند په ممبۍ ښار کې د کرکټ په وانکهېډی نومې ميدان کې خپل وروستي مېچ کې نوموړې ۷۴ رنزونه جوړ کړل . او په دغه مېچ کې هند وېسټ انډيز ته په يو اننگز او ۱۲۶و رنزونو ماتې ورکړه .

ممبۍ کې د خپل کېرئير د وروستي مېچ په محال نوموړي وينا هم وکړه او وويل يې ، د ممبۍ نه مې د کرکټ پېل کړی وو او په ممبۍ سرته ورسېدو .
هغه په دغه موقع د خپلې کورنۍ ټول غړي او د کرکټ ټول مئېنان وستائل او په ځانگړي توگه يې د خپل پلار په اړه وويل .
"پلار مې راته د ۱۱ کالو په عمر کې وئيلي وو ، زويه د کاميابۍ دپاره کله لنډه لار مه خپلوه ، لار به سخته وي خو حوصله مه بائيله . او يو ښه انسان جوړ شه ".

د ټنډولکر ليدو لپاره مېدان ته په لويه شمېره کې خلک راجمع شوي وو . د هند د کرکټ ټيم لوبغاړو هغه ته سلامې هم ورکړه . او يو شمېر جائزې ورته ورکړل شوې .
د لوبې ميدان ته د ټنډولکر ليدو ته په لويه شمېره کې د هغه مئينان راغلي وو
د لوبې ميدان ته د ټنډولکر ليدو ته په لويه شمېره کې د هغه مئينان راغلي وو

ټنډولکرته د ورستي مېچ په محال د سري لنکا او مهاراشټر پوليس له خوا خصوصي ټرافيانې ورکړی شوې ، او په دغه محال د ائي سي سي لخوا نوموړې ته په خپل کېرئير کې په ښه کارکرگۍ د عقيدت پيزونې وړاندې کړی شوې .
سچن ټنډولکرپه ۱۹۷۳م کې ممبۍ ښار کې زېږېدلی ، او د ۱۶ کالو په عمر کې نړيوال کرکټ ته راغلی وو . او په ۱۹۸۹م کې د پاکستان خلاف په وړومبي نړيواله لوبه کې لوبېدلی وو .
لټل ماسټر سچن ټنډولکر د کرکټ په ۲۴ کاله موده کې د کرکټ يو شمېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړي دي . او هغه د څلوېښتو کالو په عمر کې د کرکټ دنيا ته په مخه وويل .
.
ټنډولکر د کرکټ په تاريخ کې وړومبی لوبغاړی دی چې ۲۰۰ ټېسټ مېچونو کې اولوبېدو ، ۱۵۹۲۱ رنزونه يې جوړ کړل او دا د کوم لوبغاړي د ټولو نه زيات رنزونه دي .
هغه ۴۶۳ د يوې ورځې يا پنځوسو اوورونه والا مېچونو کې لوبېدلی او ۱۸۴۲۶ رنزونه يې جوړکړي ، دا هم د ټنډولکر ريکارډ دی .
لټل ماسټر وړومبی لوبغاړی دی چې سل سنچريانې يا سل ځله يې په يو مېچ کې سل سل رنزونه جوړ کړي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG