لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د لوی اختر په قربانو کې د 80لکه پورې څاروي حلاليږي


په خېبر پښتونخوا کی د اختر په دویمه ورځ هم څاروي قرباني کیږې خو ځايي اوسیدونکي وایي نن هم قصابانو خپلې بیعې نه دي کمې کړي او د تیرې ورځ په رنګ د 12000 روپو پورې د یو څاروي د حلالولو اجرت اخلي.

په مردان ضلع کی ځايي اوسيدونکی عزت خان وايي، یو اړخ ته څاروي ګران وو او بیا قصابانو هم د حلالولو بیعې زیاتې کړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، بيا د څرمنو بيعې هم د نشت برابر دي زياتره د قربانۍ د څاروو څرمنې مدرسو یا نورو مرستندويه ادارو ته تلي دي.

د خېبر پښتونخوا په مختلفو سیمو او په خصوصي توګه کليوالو سيمو کې زیات خلک په ګډه قرباني کوي او په خپله څاروي حلالوي خو په ښارونو کې بیا قصابان څاروي حلالوي او په روان لوې اختر کې قصابانو هم د حلالولو بیعې د 10000 نه تر 15000 پورې زياتې کړې وط.

په مردان ضلع کې د قصابانو د اتحاديې مرستیال مشر فقیر حسېن وايي د ګرانۍ له امله د یو څاروي په بيعه کې د 1000 نه تر 1500 روپۍ بيعې ګرانې شوي دي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په لوی اختر کې زياتره خلک په خپله څاروي حلالوي خو ډېره پوهه نه لري ځکه غوښه هم خرابه کړي او څرمن هم.

په پاکستان کې د څرمنې د کارخانو د اتحادیې په وېنا هر کال په ملک کی د 70نه تر 80 لکه پورې څاروي حلاليږي، چې پکې 30 لکه غوايان، غواګانې، 30 لکه اوزې، بيزې [چيلي]، 60000 اوښان او نور څاروي لکه مېخې، سنډګان قرباني کيږي.

او په مجموعي توګه د 100 نه تر 200 اربه روپو پورې دا کاروبار کيږي، خو په کال 2020 کې د کرونا وبا له امله په دې کې 28 فيصده کمی راغلی دی او هم په دغه کال د څرمنې جوړ څيزونه 9 فيصده کم شوي چې بهر هېوادونو ته لېږل شوي دي.

کاروبار کوونکی وایې روان کال د غټو څاروو د څرمنې بیعی زیاتې شوې او روغه څرمن د 1200 پوری خرڅيږی .

په پاکستان کی د کپړې يا د ټیکسټایل نه وروسته د لیدر یا څرمني صنعت دویم د برآمداتو غټ صنعت دی او په نړيواله کچه پاکستان د اټلي او هند ترڅنګ په غټو برامدي هیوادونو کې شمېرلی کیږې چی د 237ملینه ډالرو کلیز برآمدات کوي خو په کال 2020 کی دا برآمدات 2.3 اربه ډالره ته راکم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG