لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجسمه جوړونکې پښتنه پېغله سعدیه درانۍ وپېژنئ


د بلوچستان صوبې سرښار کوټې پښتنه پېغله سعدیه درانۍ دا مهال د خټو نه مجسمې یا بتان جوړوي. سعدیه وايي، سره د دې چې کورنۍ يې تعلیم یافته وه خو کله چې يې د فاېن ارټس یا هنرونو مضمون انتخاب کړ، نو د کورنۍ د زیاتو غړو يې دغه فیصله نه وه خوښه.

وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې د کوټې دغه پېغله وايي د کورنۍ زیاتو غړو غوښتل انجېنیري یا بېنکي زده کړې (بېنکنګ) ولولي. ځکه د هغو په فکر په دغه څانګو کې د وړاندې تګ لارې ډیرې وي.

خو د سعدیه دراني په وینا یواځې پلار يې ورسره په دغه انتخاب کې ملګرتیا وکړه او بیا يې د بلوچستان سردار بهادر خان ښځېنه پوهنتون یا یونیورسټۍ نه په فاېن ارټس کې د بي ایس یا څوارلسم سند ترلاسه کړو.

Sadia Durrani4
Sadia Durrani4

په فاېن ارټس کې يې د خوښې برخه د خټو نه مجسمه سازي یا بتان جوړول وو او هم په دغه مضمون کې دا مهال خپلې لوړې زده کړې یا اېم فل ترسره کوي.

د خپل کار په اړه خبرو په وخت سعدیه دراني وايي د یو بت په جوړولو کې د دوه نیمو نه تر دریو میاشتو پورې وخت لګي او د جوړولو لپاره پکار سامان یو خوا ګران او بیا په بلوچستان کې په اسانه نه ترلاسه کیږي نو ځکه يې د لاهور نه راغواړي.

د فاېن ارټس مضمون د انتخاب په اړه سعدیه وي او ای ته وايي چې یو هنر مند په خپل کار د ټولنېزو حالاتو او چاپیریال عکس وړاندې کوي نو د دغې لکبله يې هم دغه کار خوښ وو.

Sadia Durrani
Sadia Durrani

سعدیه زیات تره د سپین ګیرو یا مشرانو مجسمې جوړوي ځکه چار چاپیره ویني چې د بوډاګانو یا سپین ګیرو خیال نه ساتل کیږي. او زیات تره مشران په خپل اخېري عمر کې د خپلو بچو ګېلې هم لري.

پښتنو جېنکو او پیغلو په اړه سعدیه دراني وايي بلوچستان کې زیات تره جېنکۍ د فاېن ارټس سره مینه لري چې دغه مضمون ولولي، خو د بده مرغه د دغې په اړه نه خو زیات معلومات نه لري او نه ورته د کورنۍ لخوا په اسانه اجازه ورکول کیږي.

Sadia Durrani5
Sadia Durrani5

سعدیه دراني پښتنو پېغلو ته په خپل پیغام کې وايي که د فاېن ارټس مضمون سره شوق او مینه لري په پوهنتونونو یا یونېورسټیو کې د دغې څانګې شته او پکار ده دوي دغلته خپلې زده کړې ترسره کړي. د یونیورسټیو بهر بیا داسې ارټ ګیلریانې هم شته چې د دوي مرستې به وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG